فاریاب بندر ولسوالۍ کې قومندان له ۱۱ ملګرو سره طالبانو ته اوښتی

کابل ټکی کام ۳۰لړم/۱۳۹۴، سلیم بریال

له فاریاب ولایت له بندر ولسوالۍ نه په ترلاسه شویو خبرونو کې راغلي دي، چې دغه قومندان د یادې ولسوالۍ اړوند لغرای سيمه کې  طالبانو ته تسليم شو .

د ورکړل شوي خبر په استناد: ابراهیم   ولد عبدالرزاق ، ایوب ولد عبدالرزاق ، محمد ولد اسماعیل ، احمد ولد اسماعیل ، بلال ولد اسماعیل ، داود ولد اسماعیل ، ضیاء ولد اسماعیل، عیسی ولد مراد ، موسی ولد مراد، عثمان ولد حیدر له طالبانو سره یو خای شوg او د ژوند تر پایه يي ژمنه وکړه چې دوی به د طالبانو له صف نه پرېنږدي .

باید وویو چې ، د رواني میاشتي په ۱۴ نيټه دهمدي ولایت په پشتنکوټ کې ولسوالۍ کې لس تنه قومندانان له خپلو ۱۵۰ مسلحو ملګرو سره او په همدې ورځ د بندر ولسوالۍ په مربوطاتوکې ۲ قومندانان له خپلو ۱۸ ملګروسره له طالبانو سره یو ځای شوي ول .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button