کابل ټکی کام ( هفته، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل)
د امریکا کریسټین ساینس مانیټور په خپل یوه مطلب کې ليکلي دي، چې سږنی کال د طالبانو د حملو کچه لوړه شوې او پرمختګونه يي کړي، خو افغان حکومت بیا د طالبانو د نفس په ډېريدو پټه خوله دي او د نفوس په پراختیا يي سترګې پټوي .
ورځپاڼه دغه راز د یوه افغان چارواکي له خولې ويلي دي، چې د ۲۰۰۱ زيږديز کال په پرتله اوس طالبان له هر اړخه پیاوړي شوي دي او نفوس يي خورا زیات شوی دی او سږ کال يي هجومي او غلجکي بريدونه ډير کړي دي .
ورځپاڼه د دغه افغان چارواکې له قوله وايي چې طالبان په ځيني مهمو برخو کنټرول لري او یو شمېر مهم مرکزونه يي په ولکه کې ديخو حکومت دغه معلومات نه رسنیو سره شریکوي او نه يي په اړه تردې دمه په ډاګه کړې ده .
سليم بریال

















