(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۲): د افغانستان د شفافيت د څار بنسټ په خپلو نويو څېړنو کې ويلي، چې په ګډ حکومت کې فساد ۴۵ سلنه لوړ شوی دی.
د دغه بنسټ د چارواکو په وينا، د ګډ حکومت له لومړيو تر دې مهاله ۲،۷ ميليارده ډالره فساد شوی او دغه پيسې په غير قانوني توګه ردوبدل شوي دي.
د شفافيت د څار بنسټ څېړونکی او د عدالت غوښتنې د برخې مشر ناصر تیموري وايي، په ۲۰۱۶م کال کې دوی څېړنې پيل کړې او په وينا يې چې تمه يې درلوده چې د فساد کچه به ټيټه شوې وی، خو هغسې نه ده، بلکې د تير حکومت د همدې مودې په پرتله په فساد کې ۴۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.
د تيموري په خبره، د دې پر ځای چې حکومت د فساد سره مبارزه وکړي، فساد لا پياوړی کوي.
نوموړي وويل، چې حکومت بايد د فساد د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي او په وينا يې د ګډ حکومت اوسنۍ هلې ځلې د فساد پر وړاندې ګټورې نه دي ثابتې شوي.
يوې څېړنې ښودلې چې د حامد کرزي د حکومت په وروستيو دوو کلونو کې دوه ميليارده ډالره فساد شوی و، خو په اوسني حکومت کې فساد تر دې اندازې زيات دی چې د ګډ حکومت په لومړيو دوو کلونو کې۲،۷ ميليارده ډالره فساد شوی دی.
تر دې مخکې هم د افغانستان د شفافیت بنسټ د خپلو څېړنو په پايله کې ويلي و، چې د ګډ حکومت رهبران له اداري فساد سره د مبارزې هېڅ سیاسي اراده نه لري او په وينا يې چې د حکومت مشرانوله نړیوالو سره کړې ژمنې هېرې کړې دي.


















