ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۲): د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې تېره شپه ګډو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شيرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه بهرنيو او افغان ځواکونو د يادې ولسوالۍ د طوطو سيمې مربوط د سنګرخېلو په سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې له کبله يې د دغه سيمې د ځينو کورونو دروازې په بمونو الوزولي او د سيمي اوسېدونکي يې يې وهلي ډبولي دي.
د طوطو د سيمې يو تن اوسېدونکي نصيراحمد کابل ټکی کام ته وويل، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې يو ماشوم او يو سپين ږيری سړی وژل شوي او زياتوي چې څلور تنه کليوال امريکايي ځواکونو له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
نوموړي زياته کړه، په دغو عملياتو کې ولسي وګړو ته د ځاني زيان سربيره مالي زيانونه هم اوښتي او په خبره يې چې امريکايي او افغان عسکرو د ولسي خلکو غواګانې او يو شمير څاروي هم په ډزو سره وژلي دي.
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې په هېواد کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات او چاپې زياتې شوي، چې ترډېره پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، خو د ګډ حکومت چارواکي د بهرنيو ځواکونو په دغه ډول جنايتونو سترګې پټوي.



