وکیلان: ګډ حکومت پخپله ستونزه ده او د امریکایانو لخوا د مقدساتو سپکاوی قصدي عمل و
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۲ فرید افغان)
ولسې جرګې نن ورځ په حکومت او امریکایانو توندې نیوکې وکړې، حکومت یې متعصب او بې کفایته وباله او امریکایان یې دین ته په قصدي سپکاوي تورن کړل.
جرګې د ګډحکومت په مشرانو نیوکې وکړې اوهغوی یې د روانو غمیزو طراحان وبلل.
ولسي جرګه وایي د نیم په نیمه واک ویشلو ګټه داشوه چې هر لوری هڅه کوي چې خپل افراد په مهمودولتي اداراتو وګماري چې دې چارې ډیرو نا اهلو ته د واک په ورکولو کې زمینه سازي کړې ده.
د جرګې یوه غړي کرام الدین حیدر زاده وويل، چې د ستونزو اصلي جرړه په دې کې ده، چې پر لوړو امنیتي او دفاعي څوکیو کسان د وړتیا له مخې نه بلکې د اجرایه رییس او ولسمشر د ونډې له مخې ټاکل کېږي
وکیلانو وویل چې روانې ناامنۍ اصلي لامل دا دی چې ددتعصب له مخې نا اهلو او احمقو خلکو ته د واکونو کیلي په لاس ورغلې چې هغه هم د آزاد رقابت له لارې نه ، بلکه د واسطې او پیسو په زور دې مقام ته رسیدلي پداسې حال کې چې د عادي ادارې د سوق او مدیریت وړتیا هم نلري.
د ولسي جرګې وکیلانو همدا راز نن هم د امریکايي ځواکونو له لوري اسلام ته شوی سپکاوی په کلکو ټکو وغانده او هغه یې یو قصدي عمل وباله. وکیلانو غوښتنه وکړه چې ولسي جرګه او حکومت دې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
د جرګې غړو وویل چې دا لمړی ځل ندی چې امریکایان دې په لوی لاس یو داسې اسلام ضده کړنه تر سره کوي او بیا دې په عادي بښنه ځان خلاصوي بلکه تر وړاندې یې هم داسې ازموینې کړې چې د ولسي غبرګون وروسته یې قصدي عمل خپله سهوه بللې وي.
وکیلانو د دې اسلام ضده کړنې د عاملینو مجازات هم وغوښت.



