د بلخ مدني فعالان: دولتي ملیشې په چمتال کې په لوی لاس جنګي جنایات ترسره کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۲ فریدافغان)
راپورونه وایي چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ ته ددوهم ځل لپاره امنیتي ځواکونه ورغلي ترڅو دا ولسوالۍ له سقوط نه وژغوري او د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.
خو دسیمې خلک یوځل بیا د تیر په څیر له رسنیو سره په خبرو کې له عملیاتو سرټکوي او په وینا یې چې دولتي ملیشې یې ځوانان ترور کوي کورونه او شتمني یې لوټي او له هیڅ ډول جنایت څخه دریغ نکوي .
د بلخ مدني فعالانو رسنیو ته ویلي چې د ولسي پاڅون کوونکو تر نامه لاندې غیرمسؤله وسله وال چې د ولسي جرګې او یو شمیر نورو حکومتي چارواکو اړوند وسلوال دي د پوځي عملیاتو پر مهال، د خلکو کورونه لوټوي، بې ګناه کسان وژني او چور او چپاول ته زمینه برابروي.
دا پداسې حال کې ده چې میاشت وړاندې هم سیمیزو خلکو د جنرال عطانور په مشرۍ له عملیاتي قوې نه شکایت درلود او په وینا یې چې دا عملیات په لوی لاس د پښتنو ولسي خلکو پرضد طرحه شوي چې یواځې هغوی پکې په مختلفو پلمو ترور کیږي.
د بلخ د مدني فعالانو د«خط نو» په نامه بنسټ مشر قادر مصباح په وینا چې “نا امني، وسله والې غلاوې او لارې نیول د داسې کسانو له خوا ترسره کېږي چې هغوی ته د ولسي پاڅون کوونکو وسله والو نوم ورکړل شوی دی، دوی په سیمو کې د شخصي لانجو، شخړو او په داسې نورو مسایلو کې د شخصي ګټو په خاطر کارول کېږي. ”
بلخوا د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي رسنیو ته د یادې ستونزې پخلی کړی او په وینایي چې یاد کسان د دوی اړوند ندي او نه دوی راغوښتي دي.
خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد په پوځي عملیاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو حضور د سیمې د امنیت د ښه تامېنولو په مقصد ګتور بولي.
کابو ۲۰ ورځې دمخه د بلخ د والي عطا محمد نور په مشرۍ په چمتال ولسوالۍ کې پوځي عملیات ترسره شول چې پخوانيو جهادي قومندانانو، د پارلمان او ولایتي شورا وکیلانو او د سیمه یزو زورواکو اړوند سلګونه نا مسئولو وسله والو هم په کې ګډون درلود چې د ولسي وګړو پرضد د ګڼو جنګي جنایاتو په ترسره کولو یې له کومې لاسته راوړنې پرته سیمه پریښوده او طالبان بیرته په سیمه حاکم شول چې اوس هم د یادې ولسوالۍ ډیری سیمې د طالب وسلوالو لخوا اداره کیږي.
دا لمړی ځل ندی چې پداسې عملیاتو کې چې هدف یې د وسلوالو طالبانو ځپل وي په لوی لاس ولسي خلک په نښه کیږي،بلکه تر وړاندې هم ډیرې ورته بیلګې پیښې شوې چې د قومي تعصب پربنا د قومي تصفیې هڅه شوې چې ښه بیلګه یې کال وړاندې د بغلان په ډنډغوري کې د جنرال مراد په مشرۍ عملیات و چې د شعار په بڼه یې پښتون ضده جګړه نومولې وه او د ګڼو ولسي خلکو د وژنې سربیره یې پرهغوی د یوې میاشتې لپاره د کاریزونو او چینو اوبه هم بندې کړې وې چې هغه عملیات هم بې له دې چې ولسي خلک وځوروي له کومې لاسته راوړنې پرته ناکام شول او طالبانو بیرته په سیمه واکمني ترلاسه کړه.



