کابل ټکی کام ۰۱لېندۍ/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د تخار ولایت له بهاوالدین نومې ولسوالۍ څخه همکار خبر را کوي چې د دغه ولایت پر یاده ولسوالۍ د طالب جنګیالیو بریدونه زیات شوي دي، چې نږدې ده له سقوط سره مخ شي.
د خواجه بهاالدین ولسوالۍ ولسوال «جاوید مشفق» پرون رسنیو ته وویل چې طالبانو تېره ورځ د تخار ولایت د درقد ولسوالی علي قناق نومې سیمه هم ونیوله، او په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې هم طالبانو پرمختګ کړی دی.
مشفق وویل، که دغه ولسوالۍ ته تازه دمه قوه و نه لېږل شي، نو لرې نه ده سقوط وکړي.
مشفق زیاتوی، که چیرې د یاد ولایت یاده ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده نو تر څنگ ولسوالۍ (ینګي قلعه او دښت قلعه) کې به د افغان ځواکونو مورال ډېر کمزوری شي.
تر اوسه پورې د یاد ولایت په یاده ولسوالۍ کې تر ټولو مهمه ستراتيژيکه سیمه طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
د یادونې وړ ده چې همدا مهمه ستراتيژیکه سیمه هغه سیمه ده چې طالبانو خپل پلي نظام (امارت) په دوران کې چی د هېواد ۸۰٪ خاوره یې په لاس کې وه، نه وو توانېدلي چې حکومت پرې وکړي.
















