یمن: د سعودي جنګي الوتکې چې په القاعده ډلې بمباري کوله سقوط کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د یمن په آبین ولایت کې د سعودي عربستان یوې جنګې الوتکې داسې مهال سقوط وکړ چې د القاعده د انصار الشریعة په نوم ډلې پرضد یې عملبات ترسره کول.
د سعودي د واس خبري آژانس له قوله ویل شوي چې الوتکه پرون ماښام له یوه غره سره تر ټکر وروسته د ابین په جحين سیمه کې نسکوره شوه.
د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي رسنیو ته ویلي چې الوتکه د القاعدې د اسلامي تنظیم پر وړاندې د جګړه یيز ماموریت پر مهال لویدلې، چې پیلوټ پکې وژل شوی او درۍ تنه عمله یې سطحي ټپیان دي.
خو ځینې یمني سرچینې ببا تائیدوي چې الوتکه په ټولیز ډول ویجاړه شوې او عمله یې هم ټول وژل شوي دي.
باید وویل شي چې له تیرې ورځې راهیسې د یمن په وضیع سیمه کې د انصارالشريعة جهادي تنظیم او د یمني پوځ ترمنځ جګړو زور اخیستی چې سیمه کې د یمني پوځ په ملاتړ د سعودي ائتلاف الوتکې د انصار الشريعة(القاعده) پر سنګرونو هوايي بریدونه ترسره کوي .



