تل ابيب ته نږدې په يوه بريد کې ۴ اسرائيليان ټپیان شوي دي

کابل ټکی کام ۰۱لېندۍ/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
اسرائيلي پوليس وايي، د تل ابيب جنوب لور ته په کريات غات ښار کې د چاړه په يوه بريد کې لږ تر لږه ۴ اسرائيل ټپيان شوي دي.
پېښه بېګا ناوخته رامنځته شوې ده او پوليس وايي، چې پوځ او پوليس د بريد کوونکي په لټه کې دي.
د پوليسو وياند مايکي روزنفيلډ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په بريد کې ۴ تنه ټپيان دي، خو د هغوی د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.
ياده دې وي، چې تېره ورځ هم د فلسطينيانو په بريدونو کې ۵ اسرائيل وژل شوي و او ۱۰ تنه نور ټپيان وو.



