مالي: پر هوټل برید کې ۱ اسرائيلی او ۶ روسان هم وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۰۱لېندۍ/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

راپورونه وایي، چې د مالي هېواد په پلازمېنه باماکو کې کې د راډيسون بلو په نامه پر يوه هوټل د سخت دريځو په بريد کې يو اسرائيلی او ۶ روسان هم وژل شوي دي.

اسرائيلي چارواکي وايي، چې دغه بريد چې وړمه ورځ شوی و يو ۶۰ کلن اسرائيلی يې وژلی دی، د چارواکو په وينا نوموړی په تعليمي ډګر کې د افريقايي دولت د حکومت سلاکار و.

د روسي د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي دي، چې د راډيسون بلو هوټل په بريد کې يې ۶ هېوادوال وژل شوي دي.

وزارت ويلي و، چې د ۱۳ نورو وژل شويو تر څنګ ۶ تنه روسان هم وژل شوي، چې ۶ نور بيا ژغورل شوي دي.

د المرابطون په نامه يوې سخت دريځې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخستې ده، چې ټول په کې ۲۱ تنه وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button