زابل: ترافیکي پیښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې نن غرمه مهال د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د یو ۳۰۳ بس او یو فولدر موټر تر منځ سخت ټکر شوی دی .
د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني رسنیوته ویلي، چې په پیښه کې د فولدر موتر ډیر زیان لیدلی او زیاتوي چې په پیښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور مرګوني ټپیان دي.
د ولسوال په خبره چې ، د بس موتر چلوونکی له پیښې وروسته سملاسي له سیمې څخه تښتیدلی دی.
نوموړی زیاتوي چې پولیسو د موټروان د پيدا کولو هڅې پیل کړې دي.
دا لمړی ځل ندی چې د ۳۰۳ بسونو لخوا داسې خونړۍ پیښه رامنځته کیږي، تر وړاندې هم د یادو موټرو تیز رفتاره موتروانانو په ځلونو ورته حادثې کړې چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده .



