طالبانو په غزني او کندوز کې دوه پوستې سره له مهماتو نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره شپه د غزني دیک ولسوالۍ اړوند د رباط په سیمه کې طالبانو په یوه تهاجمي حمله کې د محلي پولیسو (اربکیانو) بوه پوسته سره له ټولو مهماتو نیولې ده.
د غزني چارواکي د یادې مهمې پوستې سقوط تائیدوي او په وینا یې چې د طالبانو په ناڅاپي برید کې ۹ تنه محلي پولیس وژل شوي او دهغوی ټول وسایل د مخالفینو لاس ته لویدلي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د پیښې مسؤلیت منلی او په وینا یې چې د ۱۰ پولیسو د وژلو تر څنګ یې ۱۲ میله وسله ۱ رینجر او ډیر مهمات لاس ته ورغلي.
بلخوا د کندوز امنیتي چارواکي د دې ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د یوې پوستې د سقوط خبر ورکړی دی او زیاتوي چې طالب وسلوالو تیره شپه ۲ بجې د آنتن په نامه لویه پوسته باندې برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د پوستې قوماندان له ۲ عسکرو سره یوځای وژل شوی او ۳ تنه نورعسکر ټپیان دي.
سیمیزې سرچینې وایي چې د جنګ پر مهال د ملي اردو ځواکونه د طالبانو د محاصرې د ماتولو په نیت سیمې ته روان شول خو په لاره کې د طالبانو د نیول شوي کمین له امله یې د قوماندان په ګډون ۳ تنه سربازان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.
طالبانو د دې پیښې مسؤلیت هم منلی او ویلي یې دي چې یاده پوسته یې د ‹‹نفوذي مجاهد›› په مټ نیولې اود یو شمیر وسلو د نیولو او ۸ تنو عسکرو د وژلو خبر یې ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو بریدونه داسې مهال زیاتیږي چې افغان حکومت غواړي د اربکي یا محلي پوځ په نوم ۲۰ زره کسیزه ملیشه جوړه کړي ترڅو له طالبانو سره مخامخ جګړې وکړي.



