هند د افغان سوداګرو د تازه ميوو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۷): د ورکړل شويو راپورونو پر اساس له تېرو شپږو ورځو راهيسې په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د تازه ميوو موټرونه ولاړ دي او هغې غاړې ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

افغان سوداګر وايي، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د نامعلوم علت له امله اخوا ته د موټرو د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي او په وينا يې چې تر اوسه شل ټنه خټکي او تازه ميوې خرابې شوي دي.

دوی زياتوي، که چيرې د لارې بندېدل همداسې دوام پيدا کړي نو هلته په موټرو کې نورې ميوې به هم دخرابېدو له ګواښ سره مخ شي.

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا، په کابل کې د هند له سفارته د يادې ستونزې د هواري غوښتنه وکړه.

واګه د هند او پاکستان ترمنځ بندر دی چې تر ډېره افغان سوداګر له همدغې لارې، تازه مېوې او نور سوداګرېز توکي هند ته صادروي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button