د ننګرهار چارواکي: هوايي بريد کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې نهه داعش وسله وال وژ شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو جيټ الوتکو د يادې ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه کړي، چې په پايله کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی زياتوي، چې په دغه بريدونو کې د داعش وسله والو يو شمير وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وخت ناوخت د ننګرهار چارواکي په بمباريو کې د داعش وسله والو د وژل کېدو راپورونه ورکوي، خو تر اوسه پورې ازادو سرچينو يا داعش ډلې د هغوی د وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې ډيری وخت د بهرنيانو هوايي بريدونه په ملکي خلکو ترسره کېږي.
د اچين ولسوالۍ يو تن قومي مشر چې د خپل نوم له نشرولو يې ډډه کوله او د جګړو له کبله له يادې ولسوالۍ څخه غني خيلو ته راکډه شوی وايي، چې د بهرنيانو الوتکې ډیری وخت غونډۍ او يا تش کورونه بمباروي چې هلته هيڅ وسله وال هم وجود نه لري.
هغه زياته کړه، حکومت چې څومره داعش وسله وال يادوي، که د هغوی د بريدونو له شميره وکتل شي نو اوس به ټول داعشيان ختم او يو به هم نه وي پاتې.



