د امن په نامه ۱۶ کاله جګړه

تبصره
د تېرو روسي یرغلګرو، کمونستانو او کورنیو جګړو را وروسته ۱۶ کاله وشول چې امریکا په افغانستان کې د امن او سولې په نامه جګړه پیل کړې ده. په دې نامه، چې له افغانستانه ترهګر باسي ،هر ډول ترهګري یې په افغانستان کې وکړه. هغه ډول بې رحمه وژنې یې وکړې چې روسانو نه وې کړې، هغه ډول کلتور یې دود کړ چې مسکو نه ؤ دود کړی او هغه ډول عیاشیو ته یې د دیموکراسۍ په نامه لار برابره کړه چې د ایران په پهلوي دور کې چا نه وه کړې. اوس هم امریکا غږ پورته کوي چې په افغانستان کې یې د سولې او امن لپاره پوځونه ځای پرځای کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې اویایمې غونډې ته د ملګرو ملتونو غړي هېوادونو مشران راټولېږي، په دې غونډه کې په نړۍ کې د پرمختګ او ستونزو د حل لپاره ۱۷ اهم ټکي په نظر کې نیول شوي دي چې ورسره به د افغانستان په شمول د يو شمېر هېوادونو مشران سيمې او نړۍ ته د ورپېښو ستونزو په اړه هم په خپلو ليدنو کې خبرې سره وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان چارواکي وايي، پر خپله ستونزه، د جګړې د پای او په هېواد کې د امن په اړه به له امريکايي او د نورو سيمو ییزو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي. د پاکستان په شمول د افغانستان ټولو ګاونډيانو وار له مخه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنې کړې دي. امريکا د سولې د راوستلو او ګاونډيانو په مثبت رول ټینګار کړی دى.
د ملګرو ملتونو په غونډه کې به د نورو ستونزو د حل په اړه د افغانستان د مسئلې د حل په اړه، چې تل یې امريکا او نورو ګاونډيو هېوادونو د مذکراتو يادونه کړې ده، يوه تمه شته، هغه هم چې که ګاونډي، د سيمې هېوادونه او امريکا په صداقت، څنګه چې وایي هغسې عمل وکړي. اوس د پاکستان په شمول روسيه، چين او ايران غواړي د طالب مشرانو او امريکا تر منځ مذاکرات وشي، څو د امن په نامه د ١٦ کالو جګړه پای ته ورسېږي.
د ټرمپ اداره وايي، هغو هېوادونو سره تماس نيسي چې پر طالب مشرانو نفوذ لري او د افغانستان په مسئله کې له زړه نه کردار ادا کړي. د دې وينا هم ١٦ کاله وشول چې تېرو امريکايي چارواکو به کوله او د همدې او دې ته ورته ويناؤ سره یې په افغانستان کې جګړه پيل کړې ده؛ په خوله د امن او سولې غږ، په عمل کې یې افغان ولسي وګړي په ډول ډول وسلو استعمالولو سره ووژل.
د افغانستان د مسئلې د حل لپاره څو ځلې زمينه سازي وشوه، خو کله چې خبره د حل درشل ته نږدې شي، امريکا يوه دسيسه رامنځ ته کړي. دا څلورم ځل دی چې د افغانستان د مسئلې د حل لياره نږدې شوې ده، هغه طالب مشران چې غوښتل یې د مذاکراتو له ليارې د افغانستان مسئله حل کړي، د امريکا لخوا په يوه او بل هېواد کې نيول شوي دي.
اوس په ډېره سپين سترګۍ سره امريکايي چارواکي د افغان مسئلې حل د مذاکراتو پورې تړلى بولي، خو ورسره ترڅنګ بي-٥٢ الوتکې هم د بمبار لپاره افغانستان ته رالېږي، او د شته عسکرو په موجوديت کې وايي: که اړتيا وليدل شوه نور عسکر هم افغانستان ته لېږو.
ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال وویل، ميلياردونه ډالر مصرف شول، خو افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسېده. دا د ټرمپ د کمپاين يوه برخه وه چې امريکايانو ته یې د رايو اخستلو په پلمه کوله. که ټرمپ په افغانستان کې د سولې اراده درلوداى، نو په نوې ستراتيژۍ کې به یې له افغانستانه د ټولو پوځونو د وتلو اعلان کړی واى. ټرمپ هم هغه څه تکراروي کوم چې بش او اوباما تکرارول.
بې له افغانانو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره يو هېواد هم مخلص نه دی. د امريکا لخوا په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول هسې خوب خيال دی. امريکا په افغانستان کې سوله نه، بلکه تل یې د جګړې په دوام ټينګار کړی دی او جګړې ته یې زمينه برابره کړې ده.
په څلورو اړخيزو غونډو یې دوه کاله افغان ولس او نړيوالو ته دوکه ورکړه، هيڅ ثمره ترې ترلاسه نه شوه. په افغانستان کې دا مهال مرګ ژوبله تر ټولو تېرو کلونو زياته شوې ده، په کال کې تر دېرش زرو زيات ځوانان له هېواده اروپايي هېوادونو ته د ناامنيو او بې کارۍ له امله تښتي او درې زرو پورې ښځې د ځانوژنې او ځانسوزونې هڅې کوي چې د هېواد په کچه تر نورو ولاياتو دا ډول پيښې په هرات، بادغیس، فراه، نیمروز او کندهار ولایتونو کې زياتې تر سره کېږي.
د هېواد په شمال کې هر ډول نارواوو زور کړی دى. امريکا او نړيوال دا هر څه ګوري، خو امن ته زمينه نه برابروي؛ په غونډو او مطبوعاتو کې د سولې، خو په حقيقت کې امريکا د امن په نامه جګړه ١٦ کالو ته ورسوله او لا دوام لري.



