ملګري ملتونه: د نړۍ د اټمي جګړې ګواښ تر وروستۍ کچې رسېدلی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۹): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترس وايي، چې د لسيزو راپديخوا د لومړي ځل لپاره د نړۍ د اټمي جګړې ګواښ تر وروستۍ کچې رسېدلی دی.
ګوترس، دا خبره تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرانيست غونډې ته د وينا پر مهال وکړه او زياته يې کړه، چې په ميلونونو خلک اوس مهال د شمالي کوريا د وروستيو ازميښتونو له کبله د سختې ويرې لاندې ژوند کوي.
هغه وويل، چې د شمالي کوريا سره اټمي شخړه دې د سولې او خبرو اترو له لارې هواره شي او په خبره يې چې نړۍ دې په پټو سترګو جګړې نه کوي.
نوموړی وايي، چې د اټمي وسلو د استعمال په اړه دې دقت وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د شمالي کوريا او امريکا تر منځ د اتومي پروګرام او توغنديو ازموينو پر سر کړکيچ تر ورستۍ کچې رسېدلې او يو بل ته يې د اتومي بريدونو ګواښونه کړي دي.



