بلخ: زورواکو د دشت شور هدیره غصب کړې او ودانۍ پکې جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د مزارشریف د دشت شور سیمې تاریخي هدیره چې د دې سیمې وګړو پکې مړي خښول د زورواکو کړیو لخوا غصب شوې ده.
د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې یوشمیر زورواکانو چې د مرکزي حکومت سره هم اړیکې لري د دشت شور په نامه د لویې هدیرې زیاته برخه لاندې کړې ده؛ له قبرونو یې جسدونه راویستلي او په ساحه کې یې دېوالونه جوړ کړي دي.
د دشت شور هدیره په مزار ښار کې لرغونې مخینه لري او د دې سیمې خلک همدلته خپل مړي خاورو ته سپاري.
د دې ولایت چارواکي د زورواکو یادې خپلسري کړنې مني خو وایي چې سیمې ته یې د موضوع د حل په موخه پلاوی استول دی.
بلخ ولایت د عدلیې رئیس سید جعفر مصباح د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي، چې د دشت شور هدیره د زورواکو لهخوا غصب شوې؛ خو په وینا یې چې دا سیمه له پخوا څخه د دولت مربوط وه او د هدیرې لهپاره خلکو ته ورکړل شوې ده.
د بلخ چارواکي وایي یواځې پدې ولایت کې د ۲۰۰ زره جریبه په شاوخوا کې ځمکه د زورواکو کړیو لخوا چې د زیاتره یې د حکومت اړوند کسان دي، په غصب نیول شوې ده.
چارواکي زیاتوي چې څه اندازه ځمکه یې بیرته د هغوی له منګولو خلاصه کړې خو لا هم ولایتي اداره او مرکزي حکومت پدې نده توانیدلی چې په ټولییز ډول یاده غصب شوې ځمکه بیرته خپلو خاوندانو ته وسپاري.
واک ته له رسیدو سره سم د ګډحکومت ادارې قوي هوډ کړی و، چې د هیواد په کچه به د غصب شویو ځمکو په بیرته راګرځولو کې جدي مبارزه کوي خو د څوکالو په تیریدو سره دګډې ادارې د هڅو هیڅ څرک نه لګیږي او لا هم په ټول هیواد کې سلګونه زره هکتاره ځمکه د غاصبینو لخوا په زور نیول شوې پداسې حال کې چې له هیڅ عدلي او قضایي ادارې ویره نلري.



