د اخوان المسلين پخوانی مشر د مصر په زندان کې وفات شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱): د ورکړل شويو راپورنو پر اساس د اخوان المسلين پخوانی مشر مهدي عاکف د ۸۹ کلونو په عمر د مصر په يو زندان کې وفات شوی دی او ځينو رسنيو ويلي چې د مصر حکومت د هغه د جنازې خښولو اجازه نه ورکوي.

د مهدي عاکف يوه مدافع وکيل عبدالمنعم عبدالمقصود د ترکيې رسنيو ته ويلي، چې د نوموړي روغتيايي وضعيت له تېرو څو مياشتو راهيسې خراب و.

الجزيرې ټلويزيوني شبکې ويلي، چې امنيتي ځواکونه د مهدي عاکف د جنازې اجازه نه ورکوي، خو د هغه پلويان بيا وايي چې حکومت ورته د شپې له خوا د لږو کسانو د ګډون کولو امر کړی، ترڅو جنازه يې خاورو ته وسپاري.

د اخوان المسلمين له دفتره په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي: «د مرشد د مړينې پړه پر حکومت ده، په داسې حال کې، چې روغتيايي وضعيت يې له تېرې اوږدې مودې راهيسې خراب و، خو حکومت بيا هم د درملنې لپاره اجازه نه ورکوله.»

په خبرپاڼه کې د اخوان المسلمين له پلويانو غوښتنه شوې چې د هغه غايبانه جنازه وکړي او سبا د يکشنبې په ورځ په استانبول ښار کې د هغه د فاتحې اخيستلو اعلان يې کړی.

مهدي عاکف د اخوان المسلين اووم مرشد او مشر و، چې په ۲۰۱۳م کال کې د جنرال عبدالفتاح سيسي له لوري د ولسمشر محمد مرسي پر ضد د کودتا پر مهال له زرګونو نورو کودتاچيانو سره نيول شوی و، چې محکمې ورته د ۲۵ کلونو بند سزا ورکړې وه.

نوموړی په ۱۹۵۴ کال کې هم زنداني شوی و، چې له شل کاله بند تېرولو وروسته بيرته خوشې او له هغې وروسته د حسني مبارک د واکمنۍ پر مهال هم يو ځل زنداني شو چې له يو څه مودې تېرولو وروسته بېرته خوشې شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button