خارج کې د منل کېدو ایکسپایر بهانه: طالبان مو وژني

نسیم څپاند
له کومې ورځې چې له هېواده د ځوانانو وتل چټک شوي دي له هماغې ورځې بهر ته تلونکو زیاتره افغانانو په خارج کې د منل کېدو لپاره د”طالبانو وژلو“ له جملې کار اخیستل پیل کړي دي.
په افغانستان کې د بې کارۍ او خراب وضعیت له امله چې کوم افغانان بهر ته ځي، هلته د نه منل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي. خو کله چې دوی د کډوالو ادارو یا بل ځای کې د منل کېدو غوښتنه کوي نو له هېواده د تللو لامل دا بولي چې که هلته پاتې شوي وای طالبانو وژل.
خبره تر دې راپیدا شوه چې څو ورځې مخکې پنځه خبریالاني فنلینډ ته په یوه رسمي سفر تللې وې خو په هغه مخه پسې شوي دي او هېواد ته له ګرځېدو یې انکار کړی دی، هغه ایکسپایر بهانه یې کړې ده چې افغانستان کې مو ژوند ته خطر دی. خو ادارې یې بیا وايي چې هر څه سم و هم یې ښه معاش و او نه هم له کوم ګواښ سره مخ وې.
د شاهین په نوم یو افغان چې له ۳ کلونو راهیسې په سويډن کې ژوند کوي، درې ځله یې په هغه ځای کې د پناه غوښتنه کړې ده، خو هر ځل ورته منفي ځواب ورکړل شوی دی. ده هم له همدې بهانې کار اخیستی دی او وايي په افغانستان کې زما ژوند په خطر کې دی که ولاړم طالبان مې وژني. د شاهین په خبره د کډوالو اداره باور نه کوي، نو دی هڅه کوي چې د دې لپاره کوم ثبوت پیدا کړي.
ځینې بیا دا بهانه هم کوي چې موږ طالبان و او اوس دلته راغلي یو. دوی وايي چې موږ ته طالبانو ټرېنینګ راکړی خو موږ ورنه راوتښتېدلو. په دې کار سره دوی خپلې نمبرې زیاتوي او د منل کېدو خوا ته یو ګام ورنږدې کېږي.
له رسنیو سره کارکوونکي خبریالانو هم دا دنده پیل کړې ده. څو ورځې وړاندې له افغانستان ترکیې ته څو تښتېدلیو افغان خبریالانو یو لاریون کړی و. دوی د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتل چې په بهر کې د منل کېدو غوښتنه یې ومني او مرسته ورسره وکړي. دوی هم دا بهانه کوله چې موږ په افغانستان کې امنیت نه لرو، که ولاړ شو طالبانو به مو ووژني.
د شاهین په څېر زرګونه افغانان له هېواده وتلي دي، خو کومو چې د ”طالبان مو وژني“ له جملې کار اخیستی، اکثرو یې په خپلو لاسونو لیکل شوي جعلي لیکونه جوړ کړي وي، په لیکونو کې دوی ته د یو نامعلوم طالب قومندان له لورې ګواښ ورکول شوی وي چې وژنو مو. دوی بیا همدا لیکونه د کډوالو ادارې ته د ثبوت په ډول ورښکاره کوي چې وګورئ دا دی طالبانو د وژلو ګواښ راته کړی دی.
کله چې بهر ته تلونکو افغانانو له ځان سره جعلي ګواښ لیکونه ګرځول، هغه وخت یې بازار ښه تود وو او ځينې په کې ومنل شول. هغه مهال اسوشیټډ پریس اژانس د دغو ګواښ لیکونو په اړه ویلي و چې دغسي یو ګواښ لیک په افغانستان کې قاچاقبران د شاوخوا اته سوه ډالرو په بدل کې جوړوي.
د دوی دا خبره سمه ده چې په افغانستان کې امنیت نشته، خو دا خبره چې طالبان یې وژني له سره تر پایه غلطه ده. که چیرې دا خبره رښتیا هم وای، نو اقلاً تر اوسه خو به صرف یوه ښاغلي دا ثابته کړې وای چې طالبانو ګواښ ورته کړی او که بېرته افغانستان ته ولېږل شو وبه وژل شي.
مطلب مو دا نه دی چې بهر ته تللیو افغانانو پسې دې د هغه ځای حکومت راسم شي او له یوې مخې دې یې پسې راواخلي. خو دا بهانې، چې طالبانو مو وژني، اوس زړې شوې دي او انتن نه ورکوي.



