امریکا افغان عسکرو ته د زرګونو هاموي ټانګونو د ورکړې ژمنه کړې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۱ فرید افغان)
پنټاګون ویلي چې په پام کې لري افغان پوځ نور هم په پوځي او لوجستیکي برخه کې په پښو ودروي او د الوتکو تر څنګ پوځې موټر هم په واک کې ورکړي.
پنټاګون ویلي چې د نوې سترانیژۍ تر مخه به افغان عسکرو ته د (۶۵۷۵) په شاخوا کې هاموي ټانګونه وسپاري.
چارواکو ویلي چې پدې توګه به امریکایي ځواکونه د جګړې له صحنې څخه وایستل شي او یواځې افغانان به خپل منځي مقابلې ته اړ باسي.
امریکایي رسنیو د امریکا د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی دی چې دا تړون د ۹، ۴۵ میلون دالرو په ارزښت د امریکا له اې ایم جنرال کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.
د دې هوکړې له مخې به یاده کمپنۍ د ۲۰۱۸ کال د اګسټ تر ۳۱مې پورې دا ټانګونه جوړ او افغان حکومت ته وسپاري
باید وویل شي چې امریکا د تیر یوه کال را پدیخوا پراخې هلې ځلې پیل کړې ترڅو افغان عسکر مجهز کړي او په همدې توګه خپل ځواکونه د جګړې له ډګر څخه څنډې ته کړي.
امریکا د نوې ستراتیژي تر مخه غواړي چې خپل زور یواځې په هوایي بمباریو وکړي او افغان ځواکونه به یواځې ځمکني عملیات ترسره کوي چې پدې توګه به تلفات یواځې ښکیل افغان لوري ګالي او امریکایان به یې یواځې مالي مصارف، چې هغه هم د هیواد د کانونو له استخراج څخه تر لاسه کوي په غاړه اخلي.



