غزني چارواکي: د طالبانو په بريد کې ۵ پوليس وژل شوي ۸ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱): د غزني ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې ۱۳ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د چارواکو په وینا، تېره شپه ناوخته لسګونه طالب وسله والو د قره باغ اړوند د غزني ښار او جاغوري ولسوالۍ تر منځ په لويه لاره په پرتو امنیتي پوستو بريدونه وکړل، چې له کبله يې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند د يادې پېښې د تائيد ترڅنګ رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د يادې ولسوالۍ اړوند د دشت عطار په سيمه کې د محلي پوليسو په پوستو بريدونه کړي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

چارواکو طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

خو په عين حال کې د غزني د ولايتي شورا رئيس خالقداد اکبري وايي، چې جګړه تر سهاره پورې روانه وه او زياتوي چې د پوليسو يوې پوستې سقوط کړی، طالبانو سوځولې، پنځه پوليس وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

اکبري زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ډیری سيمه ييز پوليس د قانون خلاف استخدام شوي، چې د کمو امکاناتو د لرلو له کبله يې مرګ ژوبله هم زياته وي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button