د رسنیو ګډ کمیسیون: په تیره میاشت کې ۲۰ خبریالان ځورول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲ فرید افغان)

پداسې حال کې چې د هیواد په کچه ټولې صوتي انځوریزې او چاپي رسنۍ په ټولییز ډول د افغان دولت په حمایت نشرات او خپرونې لري بیا هم دخبریالانو او حکومت تر منځ ګډ کمیسیون خبر ورکړی چې د هیواد په کچه له شاوخوا ۲۰ خبریالانو سره بد چلند شوی دی.

د دې کمیسیون د غړیو په وینا چې که څه هم هر څه دهغه طرزالعمل له مخې چې دولتي چارواکي یې ورکوي تر سره کړي خو بیا هم د ځینو کړیو لخوا ځورول شوي او ګواښل شوي دي.

د کمیسیون غړي وایي؛ چې د دې پیښو له ډلې په خوست کې د دوو خبریالانو نیول کېدل، هلمند کې څلورو خبریالانو ته مستقیم ګواښ، یو خبریال ته مرګونی خبرداری او پاتې نورې قضیې د ټیلیفون او یا هم د ټولنیزو رسنیو له لارې خبریالانو ته ګواښونه دي.

د دشتي په خبره چې د ډیری امنیتي ځواکونو له‌خوا له خبریالانو سره ناسم چلند کېږي؛ او زیاتوي چې په دې اړه پرېکړه شوې، چې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت څخه یو ګډ کمېسیون جوړ کړي.
د خبریالانو پر ضد دتاوتریخوالي میاشتنی راپور داسې مهال خپریږي چې پدې وروستیو کې د رسنیو په فعالیتونو د ټولنیزو شبکو له لارې نیوکې زیاتې شوې.
یوه اونۍ وړاندې د ټولنیزو شبکو فعالانو رسنۍ په پیښوکې د یو طرفانه قضاوت، او د دولت په نفع د نورو ښکیلو غاړو پرضد پراخ تبلیغاتي سانسور له امله وغندلې او هغه یې په نفاق خپرولو تورنې کړې.
خو د رسنیو ځینو ژورنالستانو بیا دا چاره د مجبوریت لامل وباله او په وینا یې چې اړ دي ترڅو د دولت په نفع خپل خبري راپورونه او نشرات منسجم کړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button