
ښکاري او مرغۍ!
عرفان
یوه ورځ یوه ښکاري، یوه مرغۍ په خپل دام کې ونیوله، مرغۍ ښکاري ته وویل:
اې ښاغلیه! تا د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې غوښې خوړلې دي او هېڅکله نه یې موړ شوی؛ زما د دې کوچني بدن له خوړلو هم نه مړېږې، که چېرې ما خوشې کړې؛ نو درې د پند خبرې درته کووم، تر څو سوکالي او نېکمرغي دې په برخه شي.
لومړۍ د پند خبره هغه وخت درته کووم چې ما خوشې کړې، دوېیمه د پند خبره به هغه مهال درته وکړم، کله چې ستا د کور په بام کېناستم او درېیمه د پند خبره به هغه وخت درته کووم، کله چې په ونه کېناستم.
ښکاري ومنله، مرغۍ وویل:
-له امکانه لرې خبرو باندې به هېڅکله باور نه کوې.
ښکاري پرته له کوم ځنډ څخه هغه خوشې کړه، مرغۍ والوته او د دوی د بام پر سر کېناسته او ویې ویل: د پند دوېیمه خبره: په تېرو پسې هېڅکله مه ګرځه او د هغه څه په باب اندېښنه مه کوه، چې مخکې دې له لاسه ورکړي وي؛ ځکه چې ګټه نه لري.
مرغۍ والوته د ونې په یوه ښاخ کېناسته او ویې ویل: اې ښاغلیه! زما په خېټه کې یوه مرغلره ده، چې د لس درهمو په اندازه وزن لري، مګر له بده مرغه، چې ستا او ستا د اولادونو قسمت پکې نه وو، کنه نو په هغې سره به ډېر شتمن شوی وې.
ښکاري د دې خبرې په اورېدو سره ډېر خواشینی شو، چیغې یې پورته شوې او ویې ویل: دا مې څه وکړل؟
مرغۍ په خندا ورته وویل: ما څو شېبې مخکې تاته نصیحت وکړ، چې په تېرو پسې مه ګرځه، یا زما د پند په خبره نه یې پوه شوی او یا هم کوڼ یې؟
د پند دوېیمه خبره مې داوه، چې په هغو خبرو باور مه کوه، چې له امکانه لرې وي.
اې ساده! زما ټول وزن له درې (۳) درهمو څخه لوړ نه دی، دا نو څه ډول امکان لري، چې د لسو درهمو په وزن مرغلره دې زما په خېټه کې وي؟
ښکاري څو شېبې د فکرونو په سمندر لاهو شو، وروسته یې وویل: اې ځیرکې مرغۍ ته ډېره قېمتي یې، د پند درېیمه خبره هم راته وکړه، مرغۍ وویل: آیا د پند په هغو دوه مخکنیو خبرو دې عمل وکړ، چې درېیمه هم درته وکړم؟
نا پوه او خوبه وړو کسانو ته د پند خبرې کول داسې دي؛ لکه په ښوره لرونکې ځمکې باندې د تخم شیندل.
ګرانو ورونو او خویندو!
له دې کیسې څخه ډېر غټ درس اخيستلای شو، راځئ هغه څه چې له لاسه مو ورکړي، هیڅ یې په اړه اندېښنه او فکر ونکړو او په خپل راتلونکي ژوند کې په ډېر سوچ او فکر سره کړنې ترسره کړو.



