وکیلان: د پراخ فساد له امله باید د ولسي جرګې رئیس له دندې ګوښه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲ فرید افغان)

د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو تیره ورځ د دې جرګې په رئیس د پراخ فساد د تورونو د څیړلو غوښتنه وکړه او زیاترو یې د هغه د استعفا ورکولو وړاندیز کاو.
په عبدالرؤف ابراهیمي تور دی چې میلونونه دالر یې له دولتي بودیجې څخه په شخصي کارونو لګولي دي.

د جرګې یوه غړي عبدالرحیم ایوبي پر نوموړي د فساد تورونه د شرم وړ وګڼل او په خبره یې چې د جرګې پر رئیس د فساد سلګونه پاڼې اسناد په واک کې لري او دا د وکیلانو له‌پاره چې تل د عدالت او قانون خبرې کوي؛ د سپکاوي او بې‌عزتۍ خبره ده .
برخوالو ونه ویل چې آیا د ولسي جرګې نور وکیلانو باندې د فساد شته اسناد دروغ دي که څنګه، خو زیاته یې کړه چې نوموړی په بشپړ ډول د حکومت تر کنترول لاندې دی او ښایي ټوله جرګه د حکومت تر تاثیر لاندې راولي.

ځینو وکیلانو بیا د جرګې د دارالانشا رئیس هم له نوموړي سره په فساد کې شریک ښکیل وباله خو د دارالانشا چارواکو پدې هکله له څه ویلو ډډه وکړه.
که څه هم ایوبي د ولسي جرګې د رئیس د استعفا غوښتنه وکړه، خو رمضان بشر دوست بیا د نوموړي د دندې تعلیق وغوښت او په وینا یې چې له تعلیق وروسته څارنوالي کولی شي چې په لوی لاس له نوموړي تحقیقات وکړي.

په همدې حال کې د جرګې لومړي نایب همایون همایون، چې د غونډې مشري یې هم کوله، له لويې څارنوالۍ په ټینګه وغوښتل چې د ولسي جرګې پر رییس او پر داراالانشا لګېدلي تورونه وڅېړي
پر عبد الرؤف ابراهیمي داسې مهال د پراخ فساد تورونه لګول کیږي چې نوموړی دا مهال د یو پلاوي په مشرۍ چین هېواد ته په رسمي سفر تللی دی.
ځینې سیاسي مبصرین ولسي جرګه د چور تالان د پنډغالي په نامه یادوي او په وینا یې چې هر وکیل د لسګونه زره میاشتني تنخوا او همدومره دسترخوان سربیره ګڼ نور امتیازات هم اخلي.
د شنونکو په آند د جرګې اکثریت غړي د وزیرانو په سلب او استیضاح کې غوښنه برخه، د ارګ لخوا ځینو وکیلانو ته ځانګړې پیسې ورکول ترڅو د هغوی په خوښه حکم تائید یا رد کړي، له ځینو پروژو باج اخیستل او یو لړ نورو کارونو کې د غلا او غدوی په لوی مرکز بدل شوی چې له همدې امله یې د حکومت پر وړاندې خپل ټول مؤثریت او قوت له لاسه ورکړی دی او د یو اجرایه ارګان په حیث کار کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button