امریکا په پام کې لري چې تر ۲ زرو ډیر پراشوتي ځواکونه افغانستان ته ولیږي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲ فرید افغان)

د ټسک اڼډپرس نشریې خبر ورکړی چې امریکایي چارواکي په پام کې لري چې افغانستان ته ۲۲۰۰ اضافي پراشوتي ځواکونه ولیږي.
یادې نشریې د پنټاګون دچارواکو له قوله خبر ورکړی چې دا عسکر به د امریکا کارولینا آیالت اړوند د فورت برګ نظامي اډې څخه واستوي.

نشریه زیاتوي چې یاد ځواکونه به د ترامپ د نوې پالیسي ترمخه د روانې میاشتې په اوږدو کې افغانستان ته ورسیږي.

د نشریې په باور دا ځواکونه به له رسیدو سره سم په افغانستان کې میشتو زرګونو امریکایي عسکرو سره یوځای شي، چې له هغه وروسته به د هلمند او کندهار په ګډون په هیواد کې د امریکایانو نورو نظامي اډو ته وویشل شي.
که دا شمیر ځواکونه افغانستان ولیږدول شي نو د په هیواد کې د میشتو امریکایانو شمیر به له ۱۹ زرو واوړي .
امریکا د نوې پالیسي تر مخه هڅه کوي تر څو دځمکنیو عملیاتو پخاطر په افغان ځواکونو پانګونه زیاته کړي او وار دمخه یې د زرګونو هاموي ټانګونو په ګډون د یو شمیر وسایلو د ورکړې ژمنه کړې ده.
همداراز امریکا پلان لري چې خپل ټول ځواک په هوایي بریدونو واچوي چې ښایي په لنډ راتلونکي کې د B۵۲ ډوله په ګډون یو لړ بم غورځوونکې لویې الوتکې افغانستان ته واستوي.
د چارو امریکایي او افغان څارونکي وایي چې امریکا د وروستي ځل لپاره د خپل ټول جګړییز توان څخه کار اخلي او هڅه کوي تر څو خپلوموخو ته له هر ممکنه لارې ځان ورسوي.
شنونکي پدې آند دي چې امریکا په نوې پالیسي کې د سولې په نوم کوم فورمول نلري او ښایي د بریدونو زیاتوالی افغان ولس یوځل بیا لوی ولسي پاڅون ته اړ باسي چې له کبله به یې هم امریکا او هم افغان ولس ستر زیانونه وویني.

مربوطه مطالب

Back to top button