شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

شپږیزه او افغاني جینکۍ!!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 24, 2017
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
208
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ابو یاسر افغان

قاعده ده چې افراطیت که په هر څۀ کې رامنځته شي، نو لۀ حد نه تجاوز دی او پایله یې هلاکت وي، که په دیني امورو کې افراطیت رامنځته شي، نو افراطګر له مستقیمي لارې خطا کېږي او اخري انجام یې د دنیا او اخرت بربادي وي، فکر وکړئ چې په دیني امورو کې افراطیت منع دی، نو په دنیوي امورو کې افراطیت څنګه روا کېدای شي، د افراطیت په سبب، خو کله کله مباح افعال د حرامو تر کچې ورسیږي او نیک کارونه په کې بد کېدای شي…خبره نه اوږدوم او راځم اصل موضوع ته، څنګه چې مې عنوان شپږیزه لیکلی، نو هدف مې هم دادی چې خپل مسلمان ملت ته ور په زړه کړم چې د لوبو او ساعت تیریو په مینه کې دا دومره افراط او له حده زیات ور داخلېدل به نه دا چې زموږ مصیبتونه کم نه کړي، بلکې زموږ شته ستونزې به لا زیاتې او د خطرناکو پایلو سره به مو مخ کړي.
تاسو به خبر یاست چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د شپږیزي تر نامه لاندې د کرکټ لوبې ښې په زور او شور سره ترسره شوې، له دې به هم خبر یاست چې دغلته د ننداره چیانو یوه زیاته فیصدي د ښځو او انجونو هم وه، هغه ملت چې لا یې د قطبي خرس او صلیبي وحشیانو له خوا خوړلي زخمونه رغیدلي نه دي، لا یې پر کلیو او کورونو د بمونو بارانونه او په تورو شپو کې پر کورونو د بهرنیو او کورنیو یرغلګرو وحشیانه چاپې درېدلي نه دي نن په داسې څه خپل وخت ضایع کوي او ورته نڅیږي چې نه یې په کې دیني ګټه شته او نه دنیوي، که کرکټ له یوې خوا خلک له کار او روزګاره ویستلي، له بلې خوا یې زموږ ځوانان له تعلیم او مسؤلیت پیژندنې څخه هم غافل او د خپل عزت څخه بې پروا کړي دي، زه نۀ پوهیږم چې د یو مسلمان احساس به هغه وخت څنګه وي کله چې د ده خور، لور او ښځه په کابل ښار کې د لکونو نامحرمو او پردیو خلکو په منځ کې ناسته او کرکټیانو ته چکچکې وهي، زه پر دې هم نه پوهیږم چې افغان غیرتي بچي خو د خپل تره زوی ته هم اجازه نه ورکوله چې د ده د کور و دروازه کې وګوري، یو مسلمان ګاونډي ته یې اجازه نه ورکوله چې د ده له اجازې پرته د خپل بام سر ته پورته شي، په معمولي خبره یې د عزت په نوم مرګونه کول، خو نن یې په کور کې تلویزیون لګولی او دا ښاغلی ورته د خپلې مور، خور، ښځې او لور سره یو ځای ناست دی د پردیو بربنډو او نیمه بربنډو کرکټیانو او تماشه چیانو ننداره کوي!!
د امریکایي ډیموکراسۍ په راتګ سره رسنیو درې کارونه تر ټولو مهم وګڼل چې یو د ښځو حقوق، دویم لوبې او دریم دیني فکر، دیني مراکز او دیني شخصیتونه په افراطیت تورنول او پر وړاندې یې د عام ولس احساسات را پارول، د لومړنیو دوو کارونو څخه چې یو له بله سره تړلي وو، غربي او داخلي رسنیو په صلیبي او یهودي فنډ تر ټولو زیات کار وکړ، نن د همدغو فاحشو رسنیو برکت دی چې د افغان غیرتي ولس د ځینو بې احساسه وګړو لوڼي کرکټ ته کیني، دفترونو او مؤسساتو کې کار کوي، تلویزیون او راډیو پرې ښایسته شوي دي، آن تر دې چې افغاني جینکیو غوښتنه کړی تر څو دوی ته دې هم اجازه ورکړل شي چې د کرکټ لوبې لپاره خپل ټیم ولري او وکولای شي چې نړیوالو ته خپلې وړتیاوي وښایي!!
د لیکنې ځیني لوستونکي شاید فکر وکړي چې زه فقط د کرکټ سره ستونزه لرم، خو داسې هم نه ده، زه وایم موږ ډېر لوړ مسؤلیتونه لرو، زموږ هېواد چې د ۴۰ کاله جګړې نه وروسته اوس هم د صلیبي اشغالګرو په قبضه کې دی، دا به زما په نظر لویه بې غیرتي وي چې غربیان دی زموږ پر کلیو او کورونو بمونه وروي، زموږ مساجد او مدارس دې شاړوي، زموږ علماء دې بندیانوي او زموږ پر کورونو دې چاپې وهي، د غرب حرموني دې زموږ د خویندو مېندو په منځ کې لرو بر کېږي، خو موږ دې شپه او ورځ په کرکټونو او سریالونو بوخت وو!!
یو تعداد د لوبو افراطي شوقیان وایي چې موږ خو په دې سره غم غلطوو او لوبې خو حرامې نه دي، زه به دوی په لنډو ټکو ووایم چې د حرامې نه دي له خبرې وروسته تاسو بیا په دې لوبو کې څومره افراط کړی دی؟؟ د کابل شپږیزه لوبې به تاسو په شد او کتلي وي یا به مو په کې برخه اخیستي وي، هغه وخت مو د حرامو او حلالو، غیرت او عزت په نوم څه پېژندل چې افغاني جینکۍ سرې شونډي او تورې سترګې لوڅ مخ د لوبې نندارې ته د لکونو خلکو منځ کې ناستې وې او د بي بي سي دجالي رسنۍ خپل خبریالان دغلته لیږلي وو تر څو یوه یوه په ګوته ګوته ښایسته جینۍ پیدا کړي او بیا ترې وپوښتي چې د لوبې په هکله څه نظر لري؟ په راتلونکي څه هیلي او د کوم کوم لوبغاړي سره مینه لري؟؟!! هوکی بي بي سي او نورو رسنیو دغه او له دې وړاندې نورو مختلطو لوبې تر خپل پراخ پوښښ لاندې راوستي او نړیوالو ته یې د غربي ډیموکراسۍ د ارمغان په ډول ښودلي دي.
دا نو که اوس پر چا بده لګیږي او که ښه، فکر او زړه یې خپل دی، خو زه دومره وایم چې زموږ ولس مسلمان دی دا کارونه یې پر لمن تور داغ او تاریخي پیغور دی، دا نه زموږ د وطن ستونزي حل کولی شي او نه په دې عبثیاتو زموږ وطن ابادیږي، فکر وکړئ چې ولې یواځې لوبې او د ښځو حقوق د غربي او داخلي رسنیو د نشراتو په لومړیتوبونو کې ځای لري، ولې دغو لوبو ته غربي رسنۍ دومره پراخ پوښښ ورکوي او تر موږ ورته هغوی زیات خوشحالیږي؟!!
دا خو نه تعلیم دی، نه تجارت دی او نه سیاست، بلکې دا نو پر ځان ملنډې وهل او د اشغالګرو په موجودیت کې د خپل هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ او پرمختګ په لاره له خپلو مسؤلیتونو تېښته او د خپل دین او خاورې سره یو ستر او تاریخي خیانت دی، زموږ ملت خو دومره بې احساسه نه ؤ، نه پوهیږم چې امریکا او ناټو ورباندې کوم جادو وکړ چې داسې یې د ذلت او بې عزتۍ ژوند منلو ته اړ ویست، زه خو نه پوهیږم، مګر د دې راز حقیقت به له هغه خلکو و پوښتو چې کرکټ ته د پرمختګ په نظر ګوري او په دنیاوي لهو لعب کې افراطیت ورته تمدن ښکاري.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

د افغان مسلمان ولس د سرتاسري ویښتابه پۀ هیله

مخکینې مطلب

ښکاري او مرغۍ!

بل مطلب

امریکا په پام کې لري چې تر ۲ زرو ډیر پراشوتي ځواکونه افغانستان ته ولیږي:

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com