ټرمپ پر اشرف غني فشار راوړی چې قطر کې د طالبانو دفتر وتړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۴): د برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د راپور په اساس تېره اونۍ ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر مینځ یو ساعته خبرې وشوي چې په دغو خبرو کې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اشرف غني فشار راوړی چې په دوحه کې د طالبانو دفتر وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسشمر ټرمپ تیره اونۍ کې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د وینا پر مهال وویل، د دې وخت را رسیدلې چې هغه هېوادونه مسئول وپیژندل شي چې د القاعده، حزب الله او طالبانو په څیر له وسلوالو ډلو ملاتړ کوي .

له دې وړاندې هم يو ځل افغان حکومت او په دا وروستیو کې سعودي عربستان او اماراتو هم له قطر څخه غوښتي وه چې دغه دفتر وتړي خو هغو ورته ویلي وه چې دفتر د امریکا په خوښه خلاص شوی ده.

په دغه دفتر کې د طالبانو تقریبا ۳۸ لوړپوړي غړي اوسیږي ،چې طالبان يې د خبرو يواځيني ځاې بولي.

د دغه دفتر تړلو وروستی پريکړه به د قطر حکومت کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button