نیویارک ټایمز:په افغانستان کې له خیالي لارو د طالبانو ماتول یوازې یو خوب دی او بس

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۴):نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، امریکا په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې، چې په افغانستان کې طالب وسله وال مات کړي، خو د تل په څېر یې خیالي پلانونه وړاندې کړي دي، چې په دې توګه به طالبان په افغانستان کې مات نه شي.
د ورځپاڼې په خبره پخوانیو امریکايي، چارواکو هم فکر کاوه، چې د زرګونه سرتېرو پر مټ او الوتکو به دغه جګړه وګټي خو بریالي نه شول.
د سرچینې په وینا اوسنی حکومت هم فکر کوي، چې د بې پيلوټه الوتکو، توغندیو او زرګونه عسکرو پر مټ به افغانستان امن کړي او طالبان به مات کړي، خو دا کار ناشونی دی او د بریا سلنه یې کمه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button