په توره بحيره کې د افغانانو پنځلسمه غميزه

تبصره

له تېرو څلورو لسيزو راپدېخوا په افغانستان کې يو بل پسې غميزې پيښې شوې، چې زيات شمېر افغانانو پکې ژوند له لاسه ورکړاو د مرګونو کاروان په اوږده سفر روان دی. د هر سفر يو منزل وي، افغانان په يوه داسې سفر روان شوي دي چې يو یې منزل ناڅرګند او بل یې د کاروان مير، افغان نه دى، پرديو د افغانانو د کاروان جلب په لاس کې نيولی دى.

افغانانو له کمونستي کودتا سره سم له خپله هېواده کډې پر سر کړې دي، ټولو ګاونډيانو او اروپايي هېوادونو ته یې کډې وکړې. خو اروپايي هېوادونو ته ځکه زيات افغانان روان دي چې تر نورو هېوادونو په اروپايي هېوادونوکې خپل ژوند مصئون بولي.

زيات افغانان اروپايي هېوادونو اسټراليا،اتريش، بلجيم، بلغاريا، فرانسې، هنګري، ايټاليا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي، خو تر ټولو زيات په المان کې ميشت دي. درې کاله وړاندې د المان واکمنې انګيلا ميرکل په نورو اروپايي هېوادونو او خپله په المان کې د شپږو مخالفو وړو ګوندونو په سر کې د المان بديل ګوند په المان کې د کډوالو پر خلاف غږ پورته کړی دى چې انګيلاميرکل یې د سختو نيوکو سره مخ کړه.

اوس دا دی يو ځل بيا په المان کې د پارلماني ټاکنو لپاره انتخابات وشول. هغه ګوند چې د المان د بديل ګوند په نامه ياديږي او د کډوالو مخالفت یې کاوه، تر نورو شپږو وړو ګوندونو یې زياتې رایې ترلاسه کړې دي.

د بشړ د نړيوال سازمان د مالوماتو له مخې په تېرو شپاړسو کالو کې اروپا ته د تلونکو کډوالو پنځلسمه غميزه پېښه هم رامنځ ته شوه چې کډوال  په سمندرونو کې په پټه د تلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او زيات شمېر افغانان په سمندرونو کې د ماهيانو خوراک شي.

په توره بحيره کې د ترکیې پوليسو خبر ورکړی چې د ماهيانو نيوونکو په کښتۍ کې نږدې اويا تنه کډوالو په پټه توګه هڅه کوله اروپايي هېوادونوته ځان ورسوي چې کښتۍ پرې واوړېده او ډوبه شوه.

په توره بحيره کې ډوبه شوې کښتۍ کې د عراق او سوریې اتباع هم وو خو زيات شمېر یې افغانان وو چې خپل ژوند یې اروپا ته په رسېدو سره له لاسه ورکړ. دغه وړه او پکې زيات شمېر سپرو کډوالو کښتۍ د آژه سمندر په اوبو کې ډوبه شوې ده، په ٧٠ تنو کې د ٢١ کسانو جسدونه په اوبو کې ورک دي او د نورو جسدونه سمندري پوليسو تر لاسه کړي دي خو دا نه پېژندل کيږي چې د کوم هېواد دي، د ترکیې پوليس خپلې هڅې جاري ساتي، وايي د نورو جسدونو لټه هم روانه ده.

اروپا ته د تلولپاره تر نورو لارو د آژه سمندرګي لاره نږدې ده چې په توره بحيره کې په اسانۍ سره خپله لار لنډولاى شي، خو دا چې د تورې بحيرې لار زيات خطر لري، انساني قاچاقبران کډوال له دې ستونزو ناخبره ساتي.

په تېرو شپاړسو کالو کې چې د زياتې بېکارۍ، ناامنۍ او وسله والې زورواکۍ له امله ځوانان اروپايي هېوادونو ته روان دي، په سمندرونو کې د ډبېدونکې کښتۍ دا پنځلسمه دردوونکې پېښه ده. په ٧٠ تنو کې چې د ٢١ تنو جسدونه لا ورک دي، په دې کې به هم د ورکو افغانانو شمېر زيات وي او کورنۍ به یې په دې تمه وي چې له اروپايي هېوادونو څخه به ورته ډک موټي کورونو ته ستنيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button