هغه کس خوشی شو چې حکمتیار يې په بوټ ویشتی وه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۴):د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بی بی سي ته ویلي هغه کس خوشی شوی چې تېرې جمعې په ورځ يې په هرات ولایت کې د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار د بوټ ګزار کړی وه.

عبدالواحد دادشاني د تېرې جمعې په ورځ د ملي امنيت له لورې نیول شوی وه ،دهرات د والي ویاند وايي دادشاني د پوښتنو او څيړنو په موخه د ملي امنيت په زندان کې ساتل کیده.

تېره اونۍ د حزب اسلامي مشر د ولایتي سفر په موخه هرات ته تللی وه خو د جمعې په ورځ يې د هرات په جامع جومات کې خطبه کوله چې يو ځوان له لورې په حکمتیار د بوټ ګزار وشو، د ګزار څخه وروسته خلکو داسې ګومان کوه چې یاد ځوان سرتېرې بریدګر ده نو دځان ساتنې په موخه خلک له جومات څخه په چټکی بیرون ووتل.

نن د عبدالواحد دادشاني د خلاصیدو څخه څو ساعته وړاندې ځينو مدني فعالانو د دادشاني په پلوي مظاهرې هم کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button