فاریاب: په کلینیک کې چاودنې څلورو تنو ته مرگ‌ژوبله اړولې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په یوه سیمه‌ییز کلینیک کې چاودنې څلورو تنو ته مرگ‌ژوبله اړولې ده.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نن سهار شاوخوا نهه بجې ددې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د ماین چاودنه وشوه، چې څلور تنو ته یې مرگ‌ژوبله واړوله.

د معصومي په خبره، په ټپي شویو کې یوه ښځه، یو نارینه او یوه نرسه شامل دي؛ خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

ځايي خلک بیا وايي، د ماین چاودنې له امله ډېر خلک ټپیان شوي او ځینې ټپیان د میمنې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په دې وروستیو کې په فاریاب کې د داعش له راپیداکېدو سره په روغتیايي او د عامو ځایونو کې په چاودنو کې ډېروالی راغلی دی.

داعش له دې وړاندې هم د عامو خلکو د گڼې‌گوڼې ځایونه په نښه کړي وو او چاودنې یې پکې کړې وې.

د وسله‌والو طالبانو ویاندویانو د عامو خلکو د گڼه‌گوڼې په ځایونو کې چاودنې غندلي او خپل لاس لرل یې پکې رد کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button