غزني کې د ۱،۲ميلونه ډالرو په ارزښت د اوړو د توليد فابريکه جوړه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱): په غزني ښار کې يو افغان سوداګر د اوړو د توليد فابريکه جوړه کړې چې پکې درې سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د فابريکې مسؤل شاه محمد رسنيو ته ويلي، چې په دغه فابريکه کې ۱،۲ ميليونه ډالره پانګونه کړې او په وينا يې چې کوښښ يې دا دی ترڅو خپل وطني غنم واخلي چې دهقانانو ته يې ګټه ورسېږي او په ارزانه بيه وړه توليد کړي.
نوموړی وايي، چې اوس مهال يې د فابريکې د برېښنا چارې د جنراتورونو روانې کړي، خو په خبره يې که وارداتي برېښنا دغه ښار ته ورکړل شي نو خپل کار ته به لاپراختيا ورکړي.
د هغه په وينا، ياده فابريکه د ورځې ۱۲۰ ټنه وړه توليدوي چې په خبره يې ځکه په بازار کې اخيستونکي ډېر لري چې د نورو هېوادونو په اوړو باندې په لاره کې ډېر وخت تېرېږي او خپل کيفت يې له منځه ځي.
په غزني د اوړو يوه پلورونکي حاجي دادالله رسنيو ته وويل چې د دې فابريکي له اوړو څخه خلک خوشحاله دي.
هغه وايي، په بازار کې د نورو اوړو د يوې پنځوس کيلويي بورې بيه١٥١٢افغانۍ ده خو د دې فابريکې د اوړو بيه بيا١٤١٧ افغانۍ ده.
هغه زياته کړه: ((په بازار کې د پاکستان او تاجکستان اوړه هم شته دي خو خلک ترې شکايت کوي خو له دې اوړو څخه تر اوسه چا شکايت نه دى کړى.))



