
رښتینې میـنه
صفي الله “رائد”
موږ د مینه نوم اورو، مینه وایو، مینه کوو، مینه ستایو، خو ایا موږ په رښتیا پدې پوهېږو چې
رښتینې مینه څه ته وایي؟؟
رښتینې مینه څه مانا؟؟
هو:کله چي انسان په خواږه خوب بیده وي او د اذان ږغ یې تر غوږ شي او په همهغه ګړۍ د لمانځه د ادا کولو لپاره راپورته سي همدا رښتینې مینه ده. او همدا درښتیني ژوند لویه لاره ده. کومه لاره چې د رښتینې مینې باغچۍ ته وتلې. چې لاروی به یې ضرور د یو رښتیني ژوند برخمن وي، ان شاءالله.
په رښتیاچې چېرته رښتینې مینه وي؛ هلته رښتینی ژوند وي.
ډېری خلک مینه یادوي، مینه کوي خو!
له الله “جل جلاله”سره د زړه له تله
مینه، له ټولو مینو غوره ده.
او بیاله الله “جل جلاله” او رسول الله ص سره رښتینې مینه د هر مومن مسلمان ځانګړنه ده.
ځکه دا: مینه دایمان اودسپېڅلو عقیدوي اړیکو زېږنده ده.
هغه مینه چي سرحد، جفا،
پښېمانتیا او خفګان نه لري، هغه یواځې زما له خپل عظیم او کریم رب سره سپېڅلې مینه ده.
هو! همدا رښتینې او سپېڅلې مینه ده، چې سړی یو ښه ژوند ته رسوي.



