دایکندي: مسافر وړونکې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱):د دایکندي ولایت چارواکي وايي، نن یوې پوځي مسافر وړونکې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې؛ خو سپرلیو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.

د یاد ولایت چارواکي وايي، په دغه پېښه کې یوازې الوتکې ته زیان اوښتی؛ خو مسافر روغ رمټ دي.

ټاکل شوې وه، نن د دایکندي لپاره نوی ټاکل شوی والي محمود بلیغ د دغه ولایت خلکو ته وروپېژندل شي او د مراسمو لپاره یې له کابل څخه هم مېلمانه بلل شوي وو.

محمود بلیغ له دې وړاندې د ټولگټو چارو وزیر و، چې د گډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني په امر د دایکندي د نوي والي په توگه ټاکل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button