چارواکي: پاکستاني ځواکونو په ننګرهار ۲۸ توغندي ويشتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۵): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې يو ځل بيا د پاکستان له لوري د دغه ولايت په نازيانو ولسوالۍ مربوطه سيمو باندې ۲۸ توغندي ويشتلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې دا توغندي تېره ورځ د يادې ولسوالۍ پر منځ ناو او نختر ناو سيمو کې لګېدلي دي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
وړمه ورځ هم د پاکستاني ځواکونو د توغندويي بريد په ترڅ کې يوه مېرمن ووژل شوه.
چارواکي وايي، چې د تېرې يوې مياشتې په موده د پاکستان له لوري د ننګرهار په نازيانو او اچين ولسواليو راويشتلي دي.
پاکستاني لوري تر اوسه د تازه بريدونه په اړه څه نه دي ويلي، خو د تېرې شارشنبې په ورځ يې ويلي و چې ددوی یو پوځي د افغانستان له لوري په توغول شوي راکټ لګېدلی او وژل شوی دی.



