په سویډن کې د افغانستان د سفارت یو کارکوونکي ټولو پښتنو ته کنځلې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۸): د سرور ستانکزي په نامه یوه افغان ځوان په سویډن کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکي هغه خبرې په فېسبوک کې خپرې کړي، چې ټولو پښتنو ته یې کنځلې کړي او پښتو ژبه یې د افغانستان ملي ژبه نه ده بللې.
د سفارت دغه کارکوونکی وايي« پښتو چا ملي ژبه کړه، پښتو او پښتانه خو ټول پاکستانیان دي، دري او دري ژبې د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي»
د سفارت کارکوونکی د خبرو د پېلدا سره سم وايي، «تاسو- پښتانه- د افغانستان اتباع نه یاست… پښتو څنگه ملي ژبه شوه…… پر ما د هېچا زور نه رسي هېڅوک ما له دندې نشي شړلی……».
ښاغلی ستانکزی د سفارت له کارکوونکي سره ډېر مودب غږیږي؛ خو نوموړی ورته سپکې سپورې وايي.
د ستانکزي په خبره، «زه چې په سفارت کې له عادي افغانانو سره د سفارت د کارکوونکو ناسم چلند گورم، ۹۰ سلنه یقین لرم، چې دا کس به د سفارت کار کوونکی وي».
په سویډن د افغانستان سفارت سفیر حمید حامي پښتنو ته د سپکاوي تورونه رد کړي دي او وايي، چې هڅه به وکړي، چې دغه کس پیدا او د سویډن پولیسو ته یې وسپاري.
په تېرو شپاړس کلونو د بهرنیو چارو وزرات د شمال ټلوالې له غړو سره پاتې شوی او د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې معتصب تاجک د سفیرانو او کونسل په حیث مقرر شوي، چې د هېواد له نورو ژبو خلکو سره ناسم چلن کوي.



