د نړۍ لس د اوږده قد لرونکي سړي

ژباړه: خوشال درانی
عربي کې مقوله ده« ټول اوږده احمقان وي» دا خبره به څومره سمه وي او څومره ناسمه وي نه پوهېږم؛ خو د ډېر ټیټ قد لرونکو په اړه هم ویل کېږي، چې ډېر کینه کښ وي. لنډه دا چې نه ډېر لوړ او نه ډېر ټیټ، منځني قدونه تر ټولو ښه قدونه دي.« خیر الامور اوسطها» خو قدونه هم د انسان په وس کې خبره نه ده. الله جل جلاله ځینې لوړ او ځینې ډېر ټیټ پیدا کړي.
د اوسنۍ نړۍ ټول وگړي یو ډول قد «ونه» نه لري. ځینې یې لوړ، ځینې منځني او ځینې یې ټیټ قدونه لري. څنگه چې ژبې، کلتور، دینونه، رنگونه، نژادونه او جغرافیې جلا دي، همداسې د خلکو قدونه هم سره جلا دي. افغانان عموماً منځنۍ ونې او د سپین پوست لرونکي دي. دلته د نړۍ د لسو لوړ قد لرونکو سړیو پېژندنه ده. په دوی کې یو هم افغان نه دی، بلکې د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي. دغه لس تنه ۱۸۳۵ز کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې ثبت شوي. کېدای له دې وړاندې او وروسته وختونو کې له دې نور هم د لوړ قد لرونکي خلک راشي او یا تېر شوي وي.
۱ـ رابرټ واډلو(۱۹۱۸ـ ۱۹۴۰ز)

رابرټ واډلو د نړۍ تر ټولو د اوږدې ونې څښتن و. د ده قد ۲.۷۲ سانتي متره و او په اتلس کلنۍ کې یې وزن ۱۹۹ کیلو گرامه و. ده یوازې ۲۲ کاله عمر وکړ او مړ شو. د واډلو په جنازه کې ۴۰۰۰۰ څلوېښت زره کسانو گډون کړی وو. دی د امریکا متحده ایالتونو په الټون ښار کې زېږیدلی و.
۲ـ جان روگان

(۱۸۶۸ فبروري ۱۶ ـ ۱۰۹۵ سپټمبر ۱۲ پورې)دی د نړۍ د دویمې لوړې تنې څښتن و، چې قد یې 2.67 سانتي متره و. په ۱۹۰۵ز کال کې د سختۍ ناروغۍ له امله ومړ. روگان یوازې ۳۷ کاله عمر وکړ. روگان د امریکا و.
۳ـ جان اېف کارول(۱۹۳۲ ـ ۱۹۶۸ز)
کارول د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. د کارول قد ۲.۶۴ ساتني متر و. په ۱۹۶۸ز کال کې ناروغ شو او وروسته ومړ.
۴ـ لیونډ سټاډنیک: (۱۹۷۰ اگسټ ۵ ـ ۲۰۱۴ اگسټ ۲۴ پورې)

سټاډنیک د اوکراین اوسېدونکی و او لوړ قد لرلو له امله یې ډېر مینوال هم لرل.
د سټاډنیک قد ۲،۵۷ متره و؛ خو تر اخره یې د نړۍ د لوړ قدلرونکو په کتاب کې نوم ونه لیکل شو. د نړۍ د ریکارډونو کتاب«گینس» کې یې د نوم د نه لیکلو علت تراوسه پټ دی.
۵ ـ واینو میلیرین: (۱۹۰۹ فبروري ۲۷ ـ ۱۹۶۳ اپرېل ۱۳)

د ۱۹۴۰ز نه تر ۱۹۶۳ز کلونو ترمنځ میلیرین د نړۍ د اوږدې ونې خاوند و. د نوموړي قد ۲،۵۱ سانتي متره و. دی د فنلنډ و او د خپلې لوړې ونې له امله ډېرو خلکو پېژانده.
۶ ـ اډوارډ بیوپره: (۱۸۸۱ فبروري ۹ ـ ۱۹۰۴ جولای ۳پورې)
په کال ۱۸۸۱ز کال د جنوري په نهمه زېږیدلی و او د ۱۹۰۴ز کال د جولای په درېیمه مړ شو. د ده قد ۲،۵۱ سانتي متره و. بیوپره د وخت مشهور کښتۍ چلوونکی و او په سرکس کې یې هم کار کاوه. دی د کاناډا و او په امریکا کې ومړ.
۷ ـ سلطان کاسان: (۱۹۸۲ ډسمبر ۱۰ تر ۲۰۱۴)

د نړۍ د ریکارډونو کتاب«گینس» په ۲۰۰۹ز کال کې کاسان د نړۍ د لوړې ونې لرونکي په نامه ثبت کړ. د کاسان قد ۲،۵۱ سانتي متره و. کاسان د ترکیې په مردین ښار کې زېږیدلی و او په ترکیه کې د لوړې ونې په نامه یې شهرت درلود.
۸ ـ برنارډ کوین: (۱۸۹۷ جولای ۲۷ ـ ۱۹۲۱ مای ۲۰ پورې)

د متحده ایالاتو په انټون ښار کې زېږیدلی و. د ده قدر ۲،۵۴ سانتي متره و، چې په خپله سیمه کې د لوړې ونې په نامه یې شهرت لاره.
۹ ـ ډون کوهلر: (۱۹۲۵ سپټمبر ۱ ـ ۱۹۸۱ فبروي ۲۶)

په کال په ۱۹۷۰ز کې د کوهلر د نړۍ د اوږدې ونې لرونکی شخص و. کوهلر د متحده ایالاتو په مونتانا ښار کې زېږیدلی و.
۱۰ ـ ویکاس کومار اوپال: (۱۹۸۶ جنوري ۱ ـ ۲۰۰۷ جون ۳۰)

په کال ۱۹۸۶ز کال په هندوستان کې وزېږیده. کومار ډېر عمر ونه کړ او د ۲۰۰۷ز کال د جون په دېرشمه یې له دې نړۍ د ډیلي په یوه روغتون کې سترگې پټې کړې. کومار تر اوسه په هندوستان کې د لوړې ونې لقب گټلی دی.



