طالبانو سرپل کې دوه پوستې نيولي- کندز کې هم جګړه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۸): وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دوه پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو د صياد مرکز ته څېرمه د يمچي په سيمه کې او ميرزاولنګ دشيرم په پوسته بريدونه کړي، چې په پايله کې يې دواړه پوستې نيول شوي دي.
طالبان وايي، په دغه بريدونو کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه جګړه کې يو طالب وسله وال هم وژل شوی دی.
په عين حال کې يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د طالبانو بریدونه تائيد کړي او ويلي يې دي، چې امنيتي ځواکونو د طالبانو د سختو بریدونو په پايله کې خپلې پوستې خوشې کړي دي.
تر اوسه د ولايت امنيتي مسئولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
له بله پلوه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه جلا خبر کې ويلي، چې (تیره شپه دکندز امام صاحب ولسوالۍ قرغان تیپې سیمه کې ددښمن تعرض پرشاوتمبید ۳تانګونه ویجاړ ۵عسکر قتل۷ ټپیان شول).
د مجاهد په وينا، په ټوله جګړه کې د دوی يو طالب وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
څو ورځې وړاندې د دغه ولايت چارواکو خبر ورکړی و، چې د کندز په ټولو ولسواليو کې د عملياتو پلان لري، خو طالبان وايي چې د دولتي ځواکونو عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي او لږ هم د دوی تر ولکې لاندې سيمو ته نه دي وروړاندې شوي.



