“روشن مخابراتي شبکې” له “ویکي پيډیا” سره د یوه کال تړون لاسلیک کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۹):د انلاین معلوماتو نړیوالې پاڼې«ویکي‌پیډیا» مسوولینو ویلي، په افغانستان کې یې د روشن مخابراتي شبکې سره تړون کړی، چې ددغې شبکې کاروونکي به په وړیا ډول ویکي‌پیډیا لاس رسی پیداکړي.

د یادې شبکې ویاند شریف شریفي ویلي، د دغه تړون له مخې به محصلین او څېړونکي وکولای شي، چې په اسانۍ سره د خپلو زده کړو په برخه کې تازه معلومات ترلاسه کړي او گټه به ترې اخلي.

د روشن مخابراتي شبکې ویاند وايي، د شوې هوکړې له مخې به د روشن کاروونکي وکولای شي، چې په وړیا ډول د ویکي‌پیډیا وېبپاڼې ته لاس رسی پیدا کړي او راتلونکې میاشت به دغه چاره پیل شي.

دغه تړون د یوه کال لپاره شوی او که گټور ثابت شي، نو کېدای شي راتلونکو کلونو ته هم وغځېږي.

اوسمهال په هېواد کې د یوې دولتي مخابراتي شبکې په گډون پنځه خصوصي شرکتونه فعالیت لري او له نیمايي زیات افغانان گرځنده موبایلونو ته لاس رسی لري.

خو د گاونډیو هېوادونو په پرتله یې انټرنېټ گران خو چټک نه دی او بیې یې هم لوړې دي.

د مخابراتو وزارت د سرشمېرنو له مخې، اوسمهال اته میلیونه افغانان په گرځنده موبایلونو کې انټرنېټ کاروي او د بیو او د انټرنېټ د کیفیت لپاره هلې ځلې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button