په هندي ځواکونو بريد شوی- دوه پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۹): د رسنيو د راپور له مخې د هند په سرينګر سيمه کې د دغه هېواد په ځواکونو وسله وال بريد شوی، چې په ترڅ کې يې دوه پوځيان وژل شوي دي.

سرچينې وايي، وسله والو بريدګرو د سرينګر د پري بال په سيمه کې په پوځيانو بريد وکړ، چې وروسته د دواړو خواوو تر منځ نښته رامنځته شوه او په پايله کې يې دوه پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پوځ سرچينو ويلي، په دغه بريد کې دوه تنه وسله وال بريدګر هم وژل شوي دي.

د دغه بريد وروسته ياده سيمه هندي ځواکونو کلابنده کړې او تر اوسه يې نورو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو يا نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د بريد مسئوليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

دغه راز د پاکستان او هندوستان تر منځ په پوله د منګل په سيمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ ډزې شوي، چې له کبله يې ډیری کسان ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button