خواجه بهاءالدين کې طالبانو ګڼ شمېر سيمې نيولي او ۸ پولیسوته يي مرګ او ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (سه شنبه، لېندۍ۳مه، ۱۳۹۴ ل)
تخارولایت خواجه بهاءالديڼ ولسوالۍ نه مو خبر ترلاسه کړ چې د یادې ولسوالۍ اړوند ډېرکلي طالبانو د یوه تصفيه وي عملیاتو په لړ کې نيولي او ۸ تنه افغان پولیسوته يي مرګ او ژوبله اړولې ده .
دغه بريدونه نن غرمه مهال ۱۲ بجو باندې د طالبانو له لوري پیل شول .
خبر ځای زیاتوي چې د طالبانو په دغو پراخو تعرضي بريدونو کې د «کتک جر » سيمه چې شاو خوا ۱۰ کلي په کې دي په ټولیزه توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې .
له سيمي نه ورکړل شوي معلوماتو په اساس ۲، پولیس ،۲ تنه اربکیان وژل شوي او ۴ تنه نوريي ژوبل شوي دي .
طالبانو د دغو عملیات پخلی کړی او زیاته کړې يي ده چې ددوې دوه تنه ملګري هم په دغه جګړه کې شهيدان شوي دي .
بدرالدین ځواک



