تونس: چاودنې د ولسمشرۍ ماڼۍ ۲۵ ساتونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۰۴لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د تونس له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه سرچينې وايي، چې د پلازمېنې تونس په زړه کې د يوې چاودنې له امله د ولسمشرۍ ماڼۍ ۲۵ ساتونکو ته مرګ ژوبله پېښه شوې ده.

چاودنې هغه موټر الوزولی دی، چې دغه امنيتي ساتونکي يې لېږدول، په پېښه کې ۱۴ ساتونکي وژل شوي دي او ۱۱ نور ټپيان دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند معز السيناوي فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې د پېښې او يادې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

د تونس د کورنيو چارو وزرات له دې وړاندې د يادې پېښې خبر ورکړی و.

تونسي رسنيو ليکلي، په يوه پېک اپ موټر کې سپرو کسانو لومړی د امنيتي کسانو پر موټر بم وروغورځاوه او وروسته يې ډزې پرې وکړې.

د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button