غور: د طالبانو په یوه بريدکې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۱ تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهار شنبه، لېندۍ۴مه، ۱۳۹۴ ل)
له غور ولایت نه په تازه ورکړل شویو راپوټونو کې ويل شوي دي چې تېره ورځ ماذیگر مهال د چغچران اړوند الله یار سيمه کې د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوې، چې دواړو خواو ته يي مرګ او ژوبله اړولي .
په دغه جګړه کې سپکه او درنه وسله کارول شوې، چې تر ماښام پورې يي دوام وکړ، د دغې جګړې په پایله کې ۱۱ تنه افغان پولیس او د اردو سرتېري وژل شوي، په ووژل شویو کې یوتن د پولیسو او بل تن د اردو قومندانان هم شامل دي او ۵ تنه عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي .
په جګړه کې د پولیسو یو رینجر موټر هم له منځه تللی او یوټانګ، یو رینجر موټر او ګڼ شمېر وسله او مهمات طالبانو ولجه کړي دي .
په جګړه کې دوه تنه طالب وسله وال هم وژل شوي دي .
خو د غور ولایت امنیتي چارواکو په دې اړه څه تبصره نه ده کړې .
سليم بریال



