جمهور رئیس اشرف غني پر احمد سعیدي برید سخت وغندو

کابل ټکی کام ۰۴لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پرون د نامالومو وسلوالو له لوري د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه پر ښاغلي احمد سعیدي برید وشو، چې له امله یې دی سخت ټپي کړ، او نن ولسمشر غني پر سختو ټکو غندلی، او زیاته کړې یې ده چې پر احمد سعیدي برید یو نا منونکی او نه بښونکی عمل دی.
جمهور رئیس همدا راز ټولو امنیتي ارګانونو ته د امر کړی دی چې تر څو د یاد لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي باندې برید کوونکي د قانوني منګولو ته وسپاري.
غني د عامې روغتیا مسئولینو ته د احمد سعیدي په درملنه کې د شته امکاناتو د نه درېغولو لارښوونه کړې ده.
او په آخر کې یې سعیدي ته د عاجلې او کاملې شفاء لپاره د الله تعالی له دربار څخه دعا وغوښته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button