کوټه کې د پولیسو پر موټرباندې بمي بريد شوی

کابل ټکی کام (چهار شنبه، لېندۍ۴مه، ۱۳۹۴ ل)
نن د پاکستان بلوچستان ایالت کوټې ښار کې د پولیسو په موټر بمي بريد شوي، چې درې تنه پولیس په کې ټيیان شوي دي .
د کوټې پولیسو ویاند شهزاده فرحت نن رسنيو ته وويل، چې دغه بمي چاودنه د قمبراني سړک په انګور باغ سیمه کې د پولیسو په موټر ترسره شوي چې په ګزمه بوخت وه .
د فرحت په وینا د ټپیانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ده .
د یادونې وړ ده چې ددغې بمي چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه ده اخیستې .
بدرالدین ځواک



