ولسي جرګه: د غزني دتیرې ورځ په برید کې ۴۱ تنه افغان ځواکونه وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۶ فرید افغان)
په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي تائیدوي چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د تیرې ورځې په برید کې د قربانیانو شمیره لوړه شوې ده او لسګونه افغان عسکر وژل شوی دی.
تیره ورځ طالبانو پر دې ولسوالۍ د هاموي ټانګ څخه په استفادي د یو لوی موټر بم برید وروسته تهاجمي برید ترسره کړ چې د دو پوستو په سقوط سره یې افغان ځواکونو ته د سر دروند زیان واړاوو.
که څه هم تیره ورځ د غزني د امنیې قوماندان د ۲۵ د وژل کیدو او ۱۰ د ټپی کیدو خبر ورکړی و خو په ملي شورا کې د غزني دخلکو استازي دا ارقام نه مني او په وینا یې چې په یاد برید کې ټولټال ۴۱ عسکر وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د ملي شورا غړي د دې ولایت امنیتي او کشفي مسؤلین په بې کفایتي تورنوي او په وینا یې چې طالبانو د دوی له بې غورۍ څخه په استفادې خپلې موخې ته ځان رسولی دی.
د یادولو ده چې تیره ورځ د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ هغه وه.
طالبانو تیره ورځ همهاله د میدان وردګو په جغتو، د غزني په اندړو او د پکتیا پر امنیې قوماندانۍ د موټر بم بریدونه تر سره کړل چې سلګونو افغان ځواکونه پکې مړه او ژوبل شول.



