برېښنا شرکت: لوی پوروړي یې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۶):د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د اوسني او مخکېني حکومت لوړ پوړي چارواکي یې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د یاد شرکت مسوولین وايي، لویې څارنوالۍ ته یې د حکومتي چارواکو سربېره د سوداگریزو شرکتونو مسوولین هم ورپېژندلي دي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، اوسمهال زرگونه لوړ پوړي چارواکي او سوداگریز شرکتونه لس میلیارده افغانۍ پوروړي دي، چې د گډ حکومت لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي هم پکې شامل دي.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي گواښ وکړ؛ که پوروړي یې پیسې پر خپل وخت ور نه کړي؛ نو ممنوع الخروج به یې اعلان کړي.
د برېښنا شرکت د تېرو څو کلونو راهیسې وايي، چې میلیونونه افغانۍ یې لوړ پوړي چارواکي پوروړي دي؛ خو د مصرف شوې برېښنا پیسې نه ورکوي.



