د پاکستان بلوچستان صوبه کې نا پېژانده کسانو ۲۲مسافرین وتښتول

کابل ټکی کام ۰۴لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پاکستاني سرچینو خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد د بلوچستان د صوبې پسنې سیمې ته څېرمه د مکران ساحلي لوی لاري کې د ګوادر په حدود کې له یوه بس څخه نا پېژانده کسانو ۲۲تنه مسافرین را ښکته کړي او نامالوم ځای ته یې بېولي دي.
ځايي خلک وايي «یاد بس له کراچۍ څخه د ګوادر پر لور روان وو چې نا پېژانده کسانو لخوا ودرېدو او ۲۲مسافرین یې له ځانه سره بوتلل.»
په اړه یې نور جزئیات نه دي ترلاسه شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button