څلورمه لویه ګناه مونځ پرېښودل (څلورمه برخه)

راټولونکی : ابو فيصل شینواری

په لمانځه كې د  ركوع او سجدې د پوره نه اداء كولو عذاب

د دې ايت په تفسير كې راغلي دى : ( وَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ (۴)الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ (۵)چې د اهغه كسان دي چې په لمانځه كې ټونګې وهي  ركوع او سجده په پوره ډول نه اداء كوي .

د حضرت ابوهريره رضي الله تعالی عنه  څخه په صحيحنو كې روايت شوى دى :  چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم په جومات كې ناست و يو سړى راغى لمونځ يې وكړ بيا يې په پېغمبر صلی الله علیه وسلم  باندې سلام واچوه ، پېغمبر صلی الله علیه وسلم  د سلام ځواب وركړ ورته يې وويل: ولاړشه لمونځ دي وكړه تا لمونځ نه دى كړى.

سړى ولاړؤ لمونځ يې د مخكې په ډول وكړ بيا راغى په پېغمبر صلی الله علیه وسلم  باندې يې سلام واچوه ،پېغمبر صلی الله علیه وسلم   د سلام ځواب وركړ ورته يې وويل : ( ولاړ شه لمونځ دي وكړه تا لمونځ نه دى كړى) درې ځلې يې لمونځ وكړ په درېم ځل سړي وويل : اى د خداى  جل جلاله  پېغمبره ! په هغه ذات باندې قسم چې ته يې په رښتيا پېغمبر كړى يې د دې څخه ښه لمونځ نشم كولاى، لمونځ راته وښيه) پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : (كله چې لمانځه ته درېږې ، الله اكبر ووايه ، د قرانكريم هغه اياتونه ووايه چې تاته اسانه وي ، ركوع په دې ډول وكړه چې ښه مطمئن شې بيا ودرېږه چې ښه برابر شې ، سجده هم په دې ډول وكړه چې مطمئن شې او بيا كښېنه چې د ناستې څخه مطمئن شې دا ډول په كراره ټول لمونځونه كوه .

امام احمد د بدري رضی الله عنه څخه روايت كړى دى وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : ( لا تجزى صلوة لا يقيم الرجل فيها صلبه فى الركوع والسجود)په ركوع او سجده كې چې سړي ملا برابره نه شي هغه لمونځ صحيح نه دى . ( ابوداود او ترمذي د دې حديث روايت كړى دى او حسن صحيح دى)په يوبل روايت كې راغلي دي : ( حتى يقيم ظهره فى الركوع والسجود)تر دې پورې چې په ركوع او سجده كې ملابرابره نه شي لمونځ نه صحيح كيږي.

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:  چې څوك په فرضو لمونځونو كې ركوع او سجده لكه څنګه چې په پوره ډول اداء كيږي ونكړي لمونځ يې بې ګټې دى . اطمنان دا دى چې د انسان هر اندام په خپل ځاى باندې ودريږي .

د پېغمبر صلی الله علیه وسلم  څخه راغلي دي وايي : ( اشدالناس سرقة الذى يسرق من صلاته  قيل وكيف يسرق من صلاته ؟ قال :  ولا يتم ركوعها ولا سجودها ولاالقراة فيها په خلكو كې سخت سړى هغه دى چې د لمانځه څخه غلاكوي ، چا وويل :  څرنګه د لمانځه څخه غلا كوي ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وويل :  ركوع ، سجده او قرائت په پوره ډول نه اداء كوي .

امام احمد دابي هريره رضی الله عنه د حديثونو څخه روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : (لاينظرالله الى الرجل لايقيم صلبه بين الركوع وسجوده) خداى  جل جلاله  هغه سړي ته  د رحمت په سترګه  نه ګوري چې ملا د ركوع او سجدې په مينځ قومې او جلسې  كې نه برابروي.

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ويلي دي :  تلك الصلاة المنافق يجلس يرقب الشمس حتى اذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر اربعاً لا يذكرالله فيها الاقليلاً  دا د منافق لمونځ دى چې تر دې پورې انتظار كوې تر څو لمر د شيطان د دوو ښكرونو په مينځ كې راوخيږي بيا ودريږي او لمونځ وكړي ، خداى  جل جلاله  نه يادوي مګرليږ يې يادوي څلور ځله ټونګې وهي.

دابي موسى څخه روايت شوى دى وايي : (يوه ورځ پېغمبر صلی الله علیه وسلم  خپلو ملګرو (صحابه كرامو) ته لمونځ وركړ بيا كښېناست يو سړى جومات ته راغى لمونځ يې وكړ په ركوع او سجدې كې به يې غوټې ( ټونګې) وهلې ، پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل :  داوينئ په لمانځه كې داسي ټونګې وهي لكه كارغه يې چې په وينو كې وهي او كه دى مړ شي د محمد صلی الله علیه وسلم  ملتي به نه وي.

 ( ابوبكر خزيمه په خپل صحيح كې راوړى دى .  

عمربن الخطاب رضی الله عنه څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ويلي دي : ( ما من مصل الا وملك عن يمينه وملك عن يساره فان اتمها عرجاً بها الى الله تعالى ، وان لم يتمها ضربا بها وجهه)دهرلمونځ كوونكي په ښي او چپ اړخونو كې ملائكې وي كه چيري لمونځ كوونكى لمونځ په پوره ډول اداء كړي ، ملائكي يې خداى  جل جلاله  ته وړي او كه په پوره ډول يې اداء نه كړي د لمونځ كوونكي په مخ باندې يې ورغورځوي .

بيهقي د عبادة بن الصامت په سند سره روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ويلي دي : (من توضافاحسن الوضوء ثم قام الى الصلاة فاتم ركوعها وسجودها والقراءة فيها قالت الصلاة : حفظك الله كما حفظتى ثم صعد بها الى السماء ولها ضوء و نور ففتحت لها ابواب السماء حتى ينتهى بها الى الله تعالى فتشفع لصاحبها و اذا لم يتم ركوعها ولا سجودها ولا القراء ة فيها الا قالت الصلاة : ضيعك الله كما ضيعتنى ثم صعد بها الى السماء وعليها ظلمة فاغفلقت دونها ابواب السماء ، ثم تلف كما يلف الثوب الخلق فيضرب بها وجه صاحبها  ژباړه : څوك چې په ښه ډول اودس وكړي ، په لمانځه كې ركوع، سجده او قرائت په ښه ډول اداء كړي لمونځ به ووايي :  خداى  جل جلاله  دي تا وساتي لكه زه چې دي وساتلم  دا بيا اسمان ته خيږي چې په لاره كې به ورته رڼا وي، د اسمان دروازې به ورته خلاصي شي تر دې چې خداى  جل جلاله  ته به ورسيږي او د لمونځ كوونكي له پاره به د خداى  جل جلاله  څخه بخښنه وغواړي .

او كه ركوع ، سجده او قرائت په پوره ډول اداء نه كړي لمونځ به ووايي :  خداى  جل جلاله  دي داسي ضايع  كړه لكه زه چې دي ضايع كړم اسمان ته به په داسي حال كې وخيږي چې په لاره كې به ورته توره تياره وي او چې كله هلته ورسيږي د اسمان دروازې به ورته بندي شي، ملائكې به يې د زړې ټوټې په ډول راغونډ كړي او دلمونځ كوونكي په مخ باندې به يې وروغورځوي .

د سلمان فارسي رضی الله عنه څخه روايت دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : (الصلاة مكيال فمن وفى وفى له ، ومن طفف ، فقد علمتم ما قال الله فى المطففين) لمونځ پيمانه ده چا چې دا پيمانه پوره كړه نو پوره بدله به وركول كيږي او چا چې كمه كړه . . تاسو خو پوهيږئ  چې د كمي كوونكو په اړوند خداى  جل جلاله  څه ويلي دي .

خداى  جل جلاله  وايي : ويل للمطففين (1) د كمي كوونكو ( تاوانيانو)په حال باندې افسوس دى .

تاوانيان هغه څوك دي چې په پيمانه ، تول ، ناپ او يا په لمانځه كې كمى كوي ، خداى  جل جلاله  ورسره د ويل وعده كړې ده ، ( ويل)د دوزخ يوه كنده ده چې په خپله دوزخ هم ورڅخه پناه غوښتې ده.

د ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : (اذا سجد احدكم فليضع وجهه وانفه ويديه على الارض فان الله تعالى اوحى الى ان اسجد على سبعة اعضاء : الجبهة والانف والكفين والركبتين و صدورالقدمين و ان لا اكف شعراً ولا ثوباً فمن صلى ولم يعط كل عضو منها حقه لعنه ذلك العضو حتى يفرغ من صلاته)كله چې ستاسي يو كس سجده كوى مخ ، پوزه او لاسونه په ځمكه باندې كيږدئ ، خداى  جل جلاله  ما ته وحې كړې ده چې په اوو اندامونو ( تندي ، پوزې ، ورغوو ، زنګنونو او د پښو په سرونو)باندې سجده وكړم.  په لمانځه كې ويښتان او جامې راغونډ نه كړم او چا چې په لمانځه كې خپل هر اندام ته برخه ورنكړه دغه اندام به په ده تر دې پورې لعنت وايي چې ترڅو دى د لمانځه څخه خلاص شي .

بخاري د حضرت حذيفه بن اليمان رضی الله عنه څخه روايت كړى دى : ( چې حذيفه يو سړى ولېده چې لمونځ يې كاوه خو ركوع او سجده يې په پوره ډول نه اداء كول .

حذيفه ورته وويل :  كه ته په دې ډول لمونځ كوې او بيا همداسي مړ هم شې ، لمونځ دي نه دى كړى او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم  په دين به هم نه يې مړ شوى.

د ابوداود په روايت كې راغلي دي چې ورته يې وويل : څومره وخت كيږي دا ډول لمونځ كوې ؟ هغه وويل : څلوېښت كاله كيږي .

حذيفه ورته وويل : څلوېښت كاله دي هيڅ لمونځ هم نه دى كړى او كه مړ هم شوې د پېغمبر په دين باندې به نه يې مړ شوى.

حسن البصري رحمه الله  به ويل :  اې د آدم علیه السلام اولاده! په تاسې باندې د دين څخه څه شى ډېر ګران دى چې لمونځ ورته پريږدى ، حال دا چې د قيامت په ورځ باندې به اول دلمانځه پوښتنه كيږي  لكه مخكې يې چې په حديث شريف كې يادونه وشوه : ( اول مايحسب العبد يوم القيامة من عمله صلاته فان صلحت فقد افلح واضح وان فسدت فقد خاب وخسر)د قيامت په ورځ باندې چې د سړي سره د كارونو حساب كيږي ، لومړى به د لمانځه پوښتنه ورڅخه كوي كه چيري يې لمونځ كړى وي نو خلاص او كامياب دى او كه چيري يې په پوره ډول نه وي كړى نو تاواني او ناكام دى .

كه څوك په فرضو كې كمى وكړي خداى  جل جلاله  به دقيامت په ورځ باندې ورته ووايي : ( انظرو اهل العبدى من تطوع فيكمل به ما انتقص من الفريضه ثم يكون ثائر عمله كذلك) زما د بنده ښه عملونه ( نفل) وګورئ چې د فرضو كمى يې ورپوره شي او بيا يې ټول عملونه همدا ډول وګورئ .

انسان ته په كار دي چې نفل لمونځونه وكړي چې د فرضو كمى ورپوره كړي .

دخداى  جل جلاله  څخه يې د كولو توان غواړو .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button