پروان : کوه ساپي کې طالبانو بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده

(کابل ټکی کام : چهار شنبه، لېندۍ۴مه، ۱۳۹۴ ل)

له پروان ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ چې تېره شپه ناوخته شاوخوا ۱۱ بجې د کوه ساپي ولسوالۍ اړوند د احمدزيو سیمه کې دغه امريکايي بې پيلوټه الوتکه لوېدلې ده .

د کوه ساپي ولسوالۍ ولسوال سيف الله بيدار هم پېښه تائید کړې، رسنيو ته يي ويلي دي چې دغه د امريکايي ځواکونو کشفي الوتکه وه چې په یاده ولسوالۍ کې لوېدلې ده .

بېدار په ادې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې د دغې الوتکې د لوېدو لامل څه وه .

بلې خوا د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې دعوه کړې ده، چې  دغه بې پيلوټه کشفي الوتکه د دوى ځواکونو د یوه رسا بريد په پایله کې د احمدزيو په سيمه کې لويدلې .

خو په دې اړه بهرنيو ځواکونو کومه تبصره نه ده کړې .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button